د لاس رسي وړ اتصالات

په شپږو میاشتو کې ۱۱ افغان خبریالان وژل شوي – رپوټ


Afghan Journalists
Afghan Journalists

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت شوي، چې د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

د دغې کمیټې د رپوټ پر بنسټ په دغو پېښو کې ۱۱ افغان خبریالان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ۲۰۱۸ کال لومړۍ شپږ میاشتې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړۍ موده بللې او ویلي یې دي "د خبریالانو د قتل د پيښو ترڅنګ، کمېټې د سپکاوي او ناوړه چلند ۱۹، د وهلو ډبولو ۱۴، د ټپي کېدو ۱۱، د ګواښلو ۲۸، د نیولو او احضار ۵ او له رسنۍ څخه په ناقانونه توګه د شړلو ۱ پیښه ثبت کړې ده".

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، په ۳۷ فیصده پېښو کې داعش او وسله‌وال طالبان ګرم ګڼلي او ویلي یې دي، چې په کې اکثره د خبریالانو د وژلو او ګواښلو پېښې شاملې دي.

دغه راز له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د ۳۶ فیصده پېښو مسولیت افغان حکومت ته منسوب شوی، ۱۴ فیصده یې د ناپيژندو کسانو او د دوو پيښو مسولیت د رسنیو د مدیرانو په غاړه اچول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو کمېټې، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي اکثره پېښې په کابل زون کې ثبت کړې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د اپریل په دیرشمه د کابل په شش‌درک سیمه کې پر خبریالانو خونړی برید، چې په کې ۹ افغان خبریالان ووژل شول، په تیرو اولسو کلونو کې بې‌سارې پېښه بللې او ویلي یې دي، چې له دغه برید وروسته د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دغې کمېټې ویلي، چې له خبریالانو سره تاوتریخوالی د رسنیزو فعالیتونو د سانسور لامل شوی او په ناامنو ولایتونو لکه غزني، هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې په پراخه کچه سانسور لیدل کیږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، په افغانستان کې ناامني او بې‌ثباتي، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي عاملینو ته سزا نه ورکول، د جګړې په تړاو په رسنیو کې تبلیغات، له رسنیو او خبریالانو سره د تروریستي ډلو سیاسي او فکري مخالفت او په سمه توګه د خبریالانو د خوندیتوب د قوانینو او لوایحو نه تطبیقول، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د کچې د زیاتېدو اصلي لاملونه ښودلي دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، له امنیتي ارګانونو او د رسنیو له مدیرانو څخه غوښتي، چې د خبریالانو د امنیت لپاره، په ځانګړي ډول د تروریستي پېښو د خبري پوښښ پر مهال، جدي اقدامات ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG