په نشه یي توکو د معتادینو د کورنیو وضعیت

له تعلیم څخه بې برخې د معتادینو د کورنیو ماشومان سترې هيلې لري

نه یوازې په خپله په نشه يي توکو روږدي، د نشه يي موادو له وجې سخت او دردمن ژوند تیروي بلکې ټوله کورنۍ ورسره د ټولنیز پیغور ترڅنګ هم په روغتیايي لحاظ دردمنه وي.

همدا کیسه په کندهار کې د یوه معتاد د کورنۍ ده. د هغه کورنۍ ددغه معتاد له امله د سختو کړاوونو سره مخامخ ده.

د کندهار ښار په لویدیځه څنډه مير بازار کې په یوه وروسته پاتې سیمه کې د احمدالله کورنۍ ژوند کوي.

د دې کورنۍ خاوند په نشه يي توکو روږدی دی او کورنۍ يې په بې سرپرستی کې ژوند تېروي.

د کورنۍ غړي يې له کړاوو څخه د ډک ژوند کيسه کوي او نشه يي توکي د خپلو ستونزو اصلي عامل بولي.

په نشه یی توکو د روږدې کس مېرمن وایي چې خاوند يې معتاد دی خو دا هڅه کوي چې خپلو بچیانو ته سالم مصروفیت پیدا کړي څو د پلار په برخلیک اخته نشي.

هغه وايي چې خاوند يې د نشه يي توکو په لټه کې خپل ټول ژوند له کوره بهر تېره وي او دا د خپلو ماشومانو روزنه کوي.

له تعلیم او زده کړو څخه پاته دغه ماشومان ستري هيلي لري خو بې سرپرستی اړ کړي چې په کم عمر کې کار وکړي او خپلي لمړنی اړتیاوي ور باندي پوره کړي.

د نشه يي توکو له کبله دغه بې سرپرسته کورنۍ له نورو غواړي چي له نشې کولو څخه لرې وه اوسي او د مخدره موادو د تاوان ټول اړخونه په پام کې ونیسي.

که څه هم په کندهار کې په نشه د روږدو کسانو کره شمېر ندی څرګند خو د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ریاست يې شمېر په آټکلیز ډول تر ۲ سوه زره زیات ګڼي چي لویه برخه يې کسان يې د کورنۍ مشران دي.