د افغانستان نه د قره قل پوستکو صادرات کم شوي

په بلخ کې د قره قل پوستکو د پروسس او صادراتو عمومي مدیر محمد عارف وايي چې هر کال له شمالي ولایتونو څخه ۵۰۰ زرو څخه زیات د قره قل پوستکی د نړۍ د مختلفو هیوادونو سوداګریز بازار ته صادریدل، خو اوس دغه شمیر ۱۸۷ زره ته راټیټ شوی دی.

په افغانستان او ځانګړي ډول شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د جګړو له امله مالداري هم زیانمنه شوې ده، اوس مهال خلک د قره قل میږو رمې نه لري او پر ځای یې ترکي پسونه ساتي چې د غوښې له لپاره ساتل کیږي.

د قره قل پوستکو له لارې چوپانان او مالدار خلک هم د ورځنیو ستونزو د حل لپاره ښه عاید لري.

د قره قل پوستکو د صاداراتو د ادارې عمومي مدیر محمد عارف وايي چې په تیرو کلونو کې به هر کال دوي له پنځه سوه زرو څخه زیات د قره قل پوستکي د نړۍ هغو هیوادونو ته صادرول چې له قره قل پوستکو څخه ګرم لباسونه جوړوي، هغه وايي چې افغان سوداګرو به دغه پوستکي فنلینډ، د مرکزي اسیا هیوادونو او مسکو ته وړل خو دغه شمیر ۱۸۷ زره پوستکو ته راټیټ شوی دی.

ښاغلي عارف پدې هکله امریکا غږ ته وویل " په ۱۳۹۵ مالي کال کې ۱۸۷ زره د قره قل پوستکي د قره قل د صاداراتو د عمومي مدیریت له خوا فنلینډ، مسکو او د مرکزي اسیا هیوادونو ته صادر شوي دي."

هغه زیاتوي چې د قره قل پوستکي د تولید د کمیدو علتونه د جګړو موجودیت او څړځایونو اړول دي، چې له امله یې مالدرا خلک د قره قل میږو پر ځای نورې نسلونه روزي او په هیواد کې ترې د غوښې لپاره استفاده کیږي.

په مزرا شریف کې د پوستکو سوداګر وايي چې د قره قل پوستکي داخلي او خارجي بازارونه کم شوي دي، او هغو سوداګرو چې روان کال کې د قره قل پوستکي اروپا ته وړي وو تاوان یې کړی سهراب د قره قل پوستکو سوداګر دی هغه وايي چې د قره نسل د ساتنې لپاره باید له مالدارو سره مرسته وشي چې یو ځل بیا د هیواد دغه صادراتي توکی نړیوال بازار پیدا کړي:

" د تیرو دریو کلونو په پرتله دقره قل پوستکي د خرڅلاو چارې ښې نه وې په اروپا کې د قره قل پوستکي په ټیټه بیه وپلورل شول او اکثرو سوداګرو تاوان کړی، د قره قل د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید له مالدراو سره مرسته وشي."

یو بل دوکاندار مططفی وايي چې دوي ته اوس د قره قل پوستکي انبار پراته دي خو د هیواد په داخل کې هم بازار نه لري.

د کلفګان یو تن اوسیدونکی چې له پلرونو پلرونو مالدار دي وايي چې اوس دقره قل نسل کم شوی او خلک زیات د غوښې لپاره ترکي نسل پسونه ساتي "د ترکي نسل پسونو نرخ تر قره قل نسل زیات دی، که یو قره قل پسه په پنځه یا شپږ زره پلورل کیږي نو ترکي نسل پسه له لسو زرو څخه نیولې تر ۱۵ زرو پورې پلورل کیږي."

هغه وايي چې همدا علت دی چې ورځ تر بلې د قره قل پسونو نسل کمیږي.

په شمال ختیځو او شمالي ولایتونو کې ازبک، ترکمن، ایماق او پښتانه مالدرا ژوند کوي او دمالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.