د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وایي چې طالبانو ته د اطلاع ورکولو پرته له کوره نشي وتلی او که هغوی (طالبان) هوکړه وکړي نو بیا یې د تګ بند و بست کوي.
حامد کرزي له بلومبرګ سره په تازه مرکه کې چې نن جمعه (اګست ۲۱) خپره شوي ویلي دي چې له افغانستان څخه په نه وتلو پیښمانه ندی.
کرزي د بلومبرګ د خبریالي میشل حسین ددې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړو ته نه پریږدي، مشارکتي حکومت جوړ نشو، میرمنې کار نشي کولی، آیا پیښمانه دی چې افغانستان څخه ونه وت، وویل:" نه، ډیر خوښ یم چې دا کار مې ونکړ. دا زموږ کور دی، دا زموږ هیواد دی، او تاسې خپل هیواد نه پریږدئ کله چې مشکلات وي. تاسې پاتې کیږئ چې جوړ یې کړئ."
حامد کرزي د خپلو خبرو په دوام وویل که څه هم میرمنې کار نشي کولی، نجونې زده کړې نشي کولی او نو ګڼ مشکلات دي خو افغانستان باید بیرته ورغول شي او دا کار د طالبانو په ګډون د ټولو افغانانو په همکارۍ سره کیدای شي.
کرزي د خپلې مرکې په ترځ کې ویلي چي پر طالبانو نفوذ نلري خو کله چې موقع په لاس ورشي نو د هغوی له یو شمیر مشرانو سره د افغانستان لپاره د تعلیم او د میرمنو د کار په ارزښت بحث کوي.
هغه ویلي، ډیری طالب مشران د تعلیم په ارزښټ پوهیږي او ددې هڅو ستاینه کوي او ورسره موافق دي.
کرزي وویل، طالبان، د طالبانو مخالفین او ټول افغانان باید د جګړې د دایمي پای ته رسیدو لپاره لاسونه سره یو کړي او دا مشکل هوار کړي.
حامد کرزي په خپله مرکه کې په ۲۰۰۱ کال کې د بن په کنفرانس کې د طالبان نه ګډون یوه تیروتنه وبلله او ویې ویل چې د کنفرانس یو شمیر ګډونواله هم په هماغه لومړیو کې دا وپتییله چې دې کنفرانس ته د طالبانو نه راغوښتل سمه پریکړه نه وه او هغوی باید رابلل شوي وای.
کرزي، د متحدو ایالتونو او ایران د جګړې په اړه وویل چې دواړه هیوادونه د هغه د ولسمشرۍ پرمهال د افغانستان ښه ملګري وو او دی له دواړو لورو غواړي چې خپل مشکلات د جګړې پرځای د خبرو له لارې هوار کړي.
د خبریالي ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان جمهوري نظام پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کاوه او اوس اسلام آباد له افغان طالبانو سره په لانجه کې دی، کرزي وویل:" له دې څخه ښکاره چې پاکستان له هیڅ افغان حکومتو سره جوړ نشي راتللی، هغوی له جمهوریت سره جوړ نشول، له طالبانو سره مشترکات نشي موندلی، نو له دې څخه ښکاري چې د افغانستان په تړاو د پاکستان په سیاست کې څه مشکل شته."
حامد کرزي وویل په وار وار یې له پاکستان څخه غوښتي دي چې د افراطیت او بنسټپالنې د کارولو پر ځای د افغانستان سره متمدنې اړیکې وپالي، ځکه د هغه په وینا د افغانستان د کمزوري کولو هڅه خپله پاکستان ته تاوان رسوي، هغه وضعیت چې یاد هیواد اوس ورسره مخ دی.