خلیلزاد: ورانکارې ډلې د سولې بهیر د ودرولو هڅه کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د جمهور رئيس په لومړي مرستیال امرالله صالح باندې برید د سولې د روان بهیر د ودرولو هڅه بللې ده.

ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ سپټیمبر نهمه (وږي ۱۹) ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي چې د سولې د فُرصت په رانږدې کېدو سره ورانکارو ډلو د دغه بهیر د ودرولو لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

زلمي خلیلزاد د امرالله صالح د موټرو پر کاروان پرونی برید د دغو هڅو یوه بېلګه بللې او زیاته کړې یې ده: "د سولې د خبرو له رانږدې کیدلو سره ورانکاري پخپلو دې هڅو کې لانور ناهیلي کیږي چې دغه تاریخي فرصت زیانمن کړي".

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش دا برید غندلی او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سوله‌ییزه لارو چارو پر موندلو ټینګار کړی.

هغه په یو بیان کې ویلي چې ملګري ملتونه په دې مهم بهیر کې د افغانستان له خلکو او حکومت څخه ملاتړ کوي.

تیره ورځ په کابل کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان چاودنه وشوه او نوموړی په کې برسېرن ټپي شو. په دې چاودنه کې ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او د ښاغلي صالح د یو شمیر ساتونکو په ګډون لسګونه نور ټپیان شول.

دغې پېښې ته په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي. د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني ویلي چې ترهګر او د هغوی بهرني ملاتړ د داسې "جنایتونو" په کولو سره سوله، جمهوریت او د افغانستان راتلونکې نشي کمزورې کولی.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په امرالله صالح باندې برید د اندیښنې وړ بللی او ویلي یې دي د امریکا متحده ایالات په جدي توګه د هغو هڅو ملاتړ کوي چې ژر په دوحه کې د دوامداره سولې او د تاوتریخوالیو د پای ته رسیدو لپاره پیل شي.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او کومې بلې ډلې هم تر اوسه ددې برید مسؤلیت نه دی منلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي په دې چاودنه کې د ( RDX-HMS + Nitroglycerin) ډوله موادو څخه استفاده شوې او زیاته کړې یې ده چې له دغو موادو څخه پخوا په هغو بریدونو کې هم استفاده شوې چې مسولیت یې د حقاني شبکې په غاړه اخیسته.

زلمي خلیلزاد ویلي چې د سولې بهیر هغه وخت بریالی کېدلی شي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسېږي او دې هدف ته رسېدل "دوو مرکچي ډلو او مشرانو" پورې یې اړه لري.