په زابل کې کوچیان د پولیو د واکسین سره مخالفت لري

د زابل د کوچیانو واکسیناتور له اشنا رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وايي چي کوچیان لاهم د واکسین مخالفت کوي او نه پوهیږي چي واکسین يې د ماشومانو د وقايې لپاره څومره ارزښت لري .

دی زیاته وي چي د کوچیانو د پوهاوي لپاره تر ټولو غوره داده چي په معاینه خانو کي ډاکتران خپلو کوچي ناروغانو ته ووايي چي واکسین يې د ماشومانو لپاره ډير ارزښت لري .

عزیزالله پوپل د زابل په مرکز کلات کي د کوچیانو له واکسیناتور عبدالهادي سره پدې باب نوري خبري په مرکه کي کړي .

Your browser doesn’t support HTML5

د کوچیانو له واکسیناتور عبدالهادي سره د عزیزالله پوپل بشپړه مرکه