افغانستان د کوه نور الماس دعوه کولاې شي - جهاني

د سکانو مهاراجا رنجیت سنګ په اتلسمې پېړۍ کې له شاه شجاع نه دغه الماس واخیست او بیا یې انګریزانو ته ورکړ.

داسي ښکاري چې هند تر لسیزو وروسته له بریتانيې نه د کوه نور الماسو د بیرته اخیستلو له دعوا لاس اخیستی.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس د هند د لوی څارنوال مرستیال په همدې اړه یوې محکمې ته وویل، د هند د سیکانو پخواني مهاراجا رنجیت سنګ په خپلې خوښې دغه الماس انګریزانو ته ورکړی، تروړل شوی او غلا شوی نه دی.

کوه نور الماس د کلونو لپاره په افغانستان کې هم و او اوس افغان چارواکي وايي چې ښايي دوې یې له بریتانیې بیرته وغواړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني د امریکا غږ اشنا ته وویل، چې افغانستان کولاې شي چې د دغه الماس د اخیستلو دعوه وکړي. ښاغلي جهاني وویل رنجیت سنګ په زوره دغه غمی له شاه شجاع نه اخیستی و او انګریزانو ته یې ورکړی دی.

په لومړي ځل د نادر افشار کورنۍ دغه الماس احمدشاه ابدالي ته ورکړ، چې بیا وروسته د هغه د اولادونو ترمنځ لاس په لاس شو. اوس دغه الماس د انګلستان د شاهي تاج په مخکينۍ برخه کې ټومبل شوی، پر دغه الماس پاکستان هم دعوه لري.

ولې دغه الماس دومره مهم دی؟

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني نه یې واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

افغانستان له برتانیا د الماسو غمی غواړي