د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره وايي چې د کنړ په ولایت کې د ویجاړونکي زلزلې څخه یو کال وروسته لاهم په سلګونو کورنۍ بې کوره دي او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.
د دې ادارې مشرې د کونړ ولایت د مزار درې د تیر کال زلزله ځپلو کورنیو سره کتلي دي.
هغه وايی د سرپناه، لومړنیو خدماتو او د ورځني ژوند د بېرته عادي کولو او همدارنګه د دغو ټولنو بیا رغاونې او بېرته په پښو درولو بېړنیو مرستو او ملاتړ ته اړتیا ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشره ایمي مارتین وویل، "یو کال وړاندې، د افغانستان په ختیځه برخه کې د ۶ درجې څخه د لوړې کچې یوې زلزلې خلک اغېزمن کړل. اوس یو کال وروسته، زه بېرته مزار درې ته راغلې یم؛ هغه سیمه چې مېشتو زرګونو کورنیو ته پکې سمدستي مرستې رسول شوې وې. موږ لاهم ګورو چې کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي. د سیمې له اوسېدونکو سره په خبرو کې، هغوی ټول د دایمي سرپناه غوښتنه کوي ترڅو وکولی شي خپل د ژوند د عاید سرچینې بېرته فعالې کړي او خپل ژوند له سره پیل کړي".
د افغانستان لپاره د اوچا مشرې زیاته کړې، "زلزله ځپلې کورنۍ دایمي سرپناه، روغتیایی اسانتیاوې، د اوبو او حفظ الصحې امکانات، او کرنې او مالدارۍ ته لاسرسی غواړي، د هغو ۷۰۰۰ کورنیو د لاسنیوي لپاره چې تېر کال په ۱۳۴ کلیو کې اغېزمنې شوې وې، لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده".
بشري خیریه ټولنې وايي چې دغې ویجاړونکي زلزلې تېرکال د کونړ ولایت کې له ۲۱۰۰ څخه ډېر کسان مړه کړ، سلګونه نور کسان ژوبل شول او ګڼي کورونه ویجاړ شول.
په دې سربېره، زلزلې ځپلې له رواني پلوه هم اغیزمن شوي او نړیوالې بشري اداري وایي چې هغوی روغتیايي پاملرنې ته هم اړتیا لري.
دغه خونړۍ زلزله یو کال وړاندې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار او دیوه گل درې په ګډون د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه وشوه چې ګڼ شمېر کسان یې مړه او ټپیان کړل او همدارنکه ډیر مالي زیان يې هم د سیمې خلکو ته اړولی .