په افغانستان کې د بودیجې کمښت روغتیايي مرکزونه د خپلو خدمتونو محدودولو یا بشپړ تړلو ته اړ کړي او میلیونونه کسان له اساسي روغتیايي خدمتونو څخه د بېبرخې کېدو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یکشنبې په ورځ د نوامبر لومړی خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت په ځانګړي ډول د افغانستان د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکي سخت اغېزمن کړي دي.
د دغه دفتر په وینا، په ځینو سیمو کې ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره اوږده او له خطره ډکو لارو باندې مزل وکړي او روغتیايي مرکزونو ته ځان ورسوي.
په افغانستان کې د اوچا استازې، اولګا چیرېفکو، د بدخشان ولایت د یو روغتون د لیدو په مهال ویلي د مالي سرچینو کمښت د روغتیايي مرکزونو فعالیت له ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړې ټینګار کړی چې دوامداره او د وړاندوینې وړ مالي ملاتړ د میندو د روغتیا ساتنې او ماشومانو ته د سالم ژوند د پیل زمینه برابرولو لپاره حیاتي ارزښت لري.
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیون کسان، چې د هېواد د نفوس شاوخوا نیمایي جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
دغه سازمان د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو میلیارد او ۷۱۰ میلیون ډالره غوښتنه کړې، خو تر اوسه یوازې شاوخوا ۳۳ سلنه دغه بودیجه برابره شوې ده.
د مرستندویه ادارو په وینا، د نړیوالو مرستو کمښت د روغتیا، خوړو، تغذیې او سرپناه په برخو کې د میلیونونو اړمنو افغانانو لپاره د حیاتي مرستو رسولو وړتیا محدوده کړې ده.