د فوټبال مشهور ستوري لینول میسي د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۷) د ارجنټاین لپاره خپله وروستۍ لوبه د بوینس ایرس په ښار کې د بنین پر وړاندې په یوه دوستانه سیالۍ کې ترسره کړه.
میسي د نړیوال فوټبال خپل ۲۱ کلن سفر په داسې حال کې پای ته ورساوه چې د خپل هېواد لپاره یې د نړیوال جام اتلولي او د کوپا امریکا دوه اتلولۍ ګټلي دي.
د بوینس ایرس د مونومینتال په لوبغالي کې د ۸۵ زرو مینه والو په حضور کې، لیونیل میسي یو ګول وواهه او دوه داسې پاسونه یې ورکړل چې په ګول بدل شول او کوربه ارجنټاین یې د بنین پر وړاندې بریا ته ورساوه.
دا لوبه د ارجنټاین له ملي لوبډلې سره د میسي د اوږد او ویاړلي سفر د نمانځنې لپاره ځانګړې شوې وه. دلته په دې لوبغالي کې او د ارجنټاین په ګوټ ګوټ کې مینه والو هغه لوبغاړي ته درناوی وکړ چې خپل هېواد ته یې ګڼ نړیوال ویاړونه ور په برخه کړي دي.
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي، لیونیل سکلوني، میسي «یو بې ساری فوټبالر» وباله، چې د هغه په خبره «بیا به هېڅکله د هغه په شان څوک ونه وینو. موږ به د تل لپاره د هغه د ټولو لاسته راوړنو او هغو ارزښتناکو میراثونو منندوی اوسو چې هغه موږ ته پرېښي دي.»
تر لومړنیو ستونزو او په ۲۰۱۴ کال کې د برازیل نړیوال جام په پایلوبه کې له دردونکې ماتې وروسته، میسي په ۲۰۲۲ کال کې ارجنټاین د ویاړ تر مقامه ورساوه او فرانسې ته په ماتې ورکولو سره یې د هېواد لپاره درېیم نړیوال جام وګاټه.
هغه همدارنګه د هغو دوو لوبډلو لوبډلمشر و چې د کوپا امریکا اتلولۍ یې وګټلې او ارجنټاین ته یې د ۱۹۹۳ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره پرله پسې د جنوبي امریکا اتلولۍ راوګرځولې.
د ارجنټاین مینه وال وايي چې میسي ټول هېواد سره یو موټی کړی دی. ګرافیک ډیزاینر، بوریس بونیفاس وايي میسي ارجنټاینیان دې ته وهڅول چې له یو بل سره مینه وکړي.
بونیفاس وویل: ته ډېر غېږې ورکړو. هغه زه دې ته اړ ایستم چې خپل پلار، مور او ملګري ډېر په مینه په غېږ کې ونیسم. میسي موږ د یو ملت په توګه سره متحد کړو او د یو بل پر وړاندې یې زموږ پاملرنه او مینه زیاته کړه. "
په بوینس ایرس کې د میسي د وروستۍ لوبې د نندارې لاپه راغلې ډاکتره سوفیا برلیني وايي، په دې خبره یې احساسات را پاریږي چې میسي به نور د ارجنټاین د ملي لوبډلې برخه نه وي.
هغې زیاته کړه: «خو هغه به تل زموږ په زړونو کې پاتې وي. ما له خپلو ملګرو او کورنۍ سره د هغه د لوبو د لیدلو ډېرې خوږې خاطرې ساتلې دي. رښتیا ووایم، د هغه هر څه، که خبرې وي او که لوبه، حیرانوونکي دي.»
لیونیل میسي خپل نړیوال مسلک د ۲۰۸ لوبو او ۱۲۶ ګولونو په ثبتولو سره پای ته ورساوه.