د مالیزیا په نسکوره شوی الوتکه کې ۲۹۸ مسافر سپاره وو

د غورځېدلې اولوتکې پر پاتې شونو پلټنه روانه ده چې، د غورځېدو اصلي علت یې معلوم شي.

یوه مالیزیایۍ الوتکه چې له امستردام نه کوالمپور ته روانه، د یوکراین په ختیځ کې لویدلې چې ګمان نه کیږي، یوه سپرلۍ دې هم ژوندی پاتې وي .

مالیزیایي چارواکو ویلي وو چې په دغې مساپر وړونکې الوتکې کې ۲۹۵ تنه سپاره وو، خو اوس دوی وایي چې درې ماشومان په لیست کې نه وو چې په دې توګه ښایي ۲۹۸ مسافر ټول وژل شوي وي.

د اسوشیټټ خبري اژانس د راپور له مخې د مالیزیا د هوايي شرکت ېوه مسافر وړونکې الوتکه چې د امسټرډام نه کوالالمپور ته روانه وه، د اوکراېن د فضاېې قلمرو له پاسه راغورځېدلې ده.

د اوکراېن چارواکي واېې چې الوتکه روسې پلوو ېاغېانو وېشتلې ده خو یاغیان په دغې پېښې کی دلاس درلودلو نه انکار کوي.

اژانس د اوکراېن د ملی دفاع او ملی امنېت د شورا د ېوې مطبوعاتي بېانېې په حواله واېې چې په الوتکه کی ٢٩٥ مسافرېن سپاره وو. د ېوکراېن چارواکي واېې چې له نوموړې اولوتکې سره ېې د پنجشنبی په ورځ ناوخته تماس قطع شو و او د رادار له پردې نه ورکه شوه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د اوکراین او روسیې د سرحدي سیمې پر سر ددې الوتکې نسکوریدل یوه "وحشتناکه فاجعه " ګڼلې او ویلي یې دي چې هیواد یې ددې مالیزایي الوتکې د نسسکوریدو د علت په څرګندولو کې مرستې ته تیار دی.

اوس پلټنې روانې دي چې د الوتکې د غورځېدو اصلي علت پېدا کړي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځ ته کیږي چې، څو میاشتې د مخه د مالیزیايي یوه بله الوتکه د هند سمندر کې له غورځېدو وروسته یې لا هم کوم څرک لګیدلی نه دی .

په دغې الوتکې هم لسګونه کسان، سپاره و چې د پاتې شونې د موندنو هڅو یې لا کومه نتیجه ورکړې نه ده .