په ولسمشر ټرمپ د برید په تور نیول شوي کس په ځان لګېدلي تورونه نه دي منلي

په ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې د مرګاني برید کولو په تور نیول شوي کس د دوشنبې په ورځ (مۍ ۱۱مه) د متحدو ایالتونو په یوه فدرالي محکمه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل.

د کلیفورنیا ایالت اوسېدونکی ۳۱ کلن کول الن تېره میاشت په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ لخوا جوړې شوې د خبریالانو په کلنۍ مېلمستیا کې له ډزو کولو وروسته ونیول شو.

نوموړي په محکمه کې خبرې ونکړې او د هغه وکیلې تزیرا ابې یې موقف بیان کړ.

پر کول الن باندې د ولسمشر د وژلو د هڅې برسېره، د فدرال په یو افسر باندې د برید کولو او د وسلو ناوړه کارولو تورونه دي.

څارنوالانو تور پورې کړی چې الن د خبریالانو د مېلمستیا په ځای کې د متحدو ایالتونو د پټو خدماتو په یو افسر ډزې کړي دي او له اجازې پرته د تالاشۍ له دروازې څخه په منډه له تیرېدو وروسته یې پر ولسمشر ټرمپ او د هغه د ادارې په نورو مشرانو د برید ناکامه هڅه کړې ده.

په کول الن شک دی چې له یو ټوپک، تمانچې او چاقوګانو سره یې د ریل ګاډي په واسطه واشنګټن ته سفر کړی او د واشنګټڼ هیلټن په هوټل کې، چیرې چې د اپریل په ۲۵مه د خبریالانو مېلمستیا جوړېده، یوه کوټه کرایه کړې وه.

د دوشنبې ورځې د لنډې شیبې محاکمې په ترڅ کې هغه د زندانیانو نارنجي رنګه لباس اغوستی و او په ملا په ځنځیر تړل شوی و.

دا لومړی ځل دی چې کول الن د واشنګټن په فدرالي محکمه کې د قاضي مخې ته حاضریږي.

رویټرز د کول الن د بل وکیل، ایوجین اوهم له خولې لیکلي چې د هغه وکیلان به له محکمې څخه پر نوموړي باندې د لګېدلیو تورونو د لیرې کولو غوښتنه وکړي.

په محکمه کې څارنوالان د مۍ تر ۲۲مې مهلت لري چې د الن د وکیلانو دفاعیې ته ځواب ووایي.