د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنګټن بریدګر د ولسمشر ټرمپ د وژلو د هڅې په تور تورن شو

د شنبې په ورځ په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په کلنۍ مېلمستیا کې د ډزو شکمن کس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې د هڅې په تور تورن شوی.

۳۱ کلن کول توماس اېلن، چې د کالیفورنیا اوسېدونکی دی، پر دې سربېره په دوو نورو تورونو هم تورن شوی چې له یوه ایالت نه بل ته د وسلې او مهماتو لېږد، او د تاوتریخوالي پر مهال د وسلې کارول دي. چارواکو ویلي چې پلټنې دوام لري او نور تورونه به هم ورزیات شي.

د عدلیې وزارت چارواکو ویلي چې اېلن له ځان سره یو ښکاري ټوپک یا شات ګن، یوه نیمه‌اتوماته تمانچه، او درې چړې لرلې.

که هغه مجرم وپېژندل شي، ښايي د عمر سزا ورته ورکړ شي.

سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانش د لومړنۍ محکمې له اورېدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “موږ دا موضوع په بشپړه توګه څېړو؛ قانون به په عادلانه توګه تطبیقوو، او ډاډ به ترلاسه کړو چې حساب‌ورکونه چټکه او حتمي وي.”

بلانش زیاته کړه: “په مدني ژوند کې تاوتریخوالی ځای نه لري. دا نه شي کارېدلی چې دیموکراتیک بنسټونه ګډوډ کړي یا هغه کسان ووېروي چې خدمت کوي، او هېڅکله باید د متحدو ایالتونو د ولسمشر پر وړاندې ونه کارول شي.”

د برید پلان او د تورن د سفر لارې جزئیات

د واشنګټن څارنوالې جېنین پیرو وویل، اېلن د اپرېل په ۶مه خپل هوټل ریزرف کړی و، چې د مارچ له ۲مې، کله چې ولسمشر ټرمپ په دې مراسمو کې د ګډون اعلان وکړ، یوازې څه باندې یوه میاشت وروسته و.

هغه هوټل د درې شپو لپاره؛ د اپرېل ۲۴، ۲۵ او ۲۶—رزرف کړی و. اېلن د اپرېل په ۲۱مه له لاس‌انجلس نه په اورګاډي کې شیکاګو ته او د اپرېل په ۲۴مه واشنګټن ته ورسېد.

هماغه ورځ یې د هیلټن هوټل په هغه پوړ کې کوټه ونیوله چې د مېلمستیا له تالار څخه یو پوړ پورته و، هلته چې ولسمشر ټرمپ، لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ، مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس او نور چارواکي پکې حاضر و.

پیرو وویل: “هغه ښه پوهېدو چې ولسمشر او لومړۍ مېرمن د ماښام په ۸:۰۰ بجو تالار ته ننوځي، او هغه په ۸:۴۰ بجو پرېکړه وکړه چې تالار ته ورننوزي.”

چارواکو وویل چې اېلن څو ډزې وکړې، چې یوه مرمۍ پر یو افسر ولګېده، خو هغه د ضدمرمۍ واسکټ له امله چې په ځان یې و، وژغورل شو. هماغه افسر پنځه ډزې وکړې، خو اېلن ونه لګېد؛ وروسته اېلن پر ځمکه ولوېد او ونیول شو.

اېلن ټپي شوی نه دی.

میرمن پیرو د بریدګر د انګېزې په اړه، وویل چې اېلن په خپل لیکلي بیان کې ویلي چې د حکومت چارواکي یې په نښه کول او لومړیتوب “له لوړپوړو تر ټیټپوړو” پورې وو.

هغې زیاته کړه: “د هغه هدف دا و چې څومره کولای شي، د کابینې لوړپوړي چارواکي له منځه یوسي.”
په همدې حال کې، سپینې ماڼۍ ویلي چې دا پېښه په تېرو دوو کلونو کې د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې “دریمه د وژنې لویه هڅه” ده.

د سپینې ماڼۍ غبرګون

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیوېټ د دوشنبې په خبري کنفرانس کې وویل: “دا شپه د ټرمپ ضد د یو افراطي کس له خوا ګډه وډه شوه، چې د هېواد له بل سره دلته د دې لپاره راغلی و چې ولسمشر او د هغه د کابینې ډېر چارواکي ووژني.”

لېوېټ د سیاسي بیانونو توندوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل: “موږ باید په داسې هېواد کې ژوند ونه کړو چې هره ورځ د سیاسي تاوتریخوالي دا ډول ویره پکې خپره وي. موږ ښایي او باید سخت اختلافات ولرو، خو دا اختلافات باید سوله‌ییز پاتې شي. بحث، سوله‌ییز لاریون او رایه ورکول هغه لارې دي چې باید اختلافات پرې حل کړو، نه د مرمۍ سره.”

هغې زیاته کړه: “په وروستیو کلونو کې هېچا د ولسمشر ټرمپ په اندازه له دومره مرمیو او تاوتریخوالي سره مخ شوی نه دی. دا سیاسي تاوتریخوالی د ولسمشر او د هغه د پلویانو پر وړاندې د سیستماتیک بدنامولو پایله ده.”

هغې وویل چې د دې اونۍ په ترڅ کې به د سپینې ماڼۍ د دفتر د رئیسې سوزي وایلز په مشرۍ غونډه جوړه شي، چې پکې د کورني امنیت وزارت، سري خدماتو او د سپینې ماڼۍ د عملیاتو لوړپوړي چارواکي به ګډون وکړي، تر څو د ولسمشر امنیت لا پیاوړی شي.

کورني غبرګونونه او دوامداره قانوني اجرات

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د پنسلوانیا په بټلر او بیا د همدې کال په سپتمبر کې په پام بېچ کې د وژنې له دوو هڅو سره مخ شوی و.

کله چې له لیوېټ څخه وپوښتل شول چې ایا ولسمشر به عام محضر کې خپل څرګندیدل او خلکو سره لیدل بدل کړي که نه، هغې وویل چې ټرمپ “نه وېرېږي” او “غواړي په ټول هېواد کې له خلکو سره وویني.”

د استازو جرګې د اقلیت د ډیموکرات مشر حکیم جیفریز وویل چې سیاسي تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

هغه فاکس نیوز ته وویل: “موږ ښایي جدي اختلافات ولرو، خو مهمه دا ده چې په درناوي سره اختلاف ولرو، نه دا چې یو بل ته زیان ورسوو.”

جیفریز زیاته کړه: “تاوتریخوالی هېڅکله ځواب نه دی، که هغه ښي اړخ، کيڼ اړخ یا منځنۍ ګوند ته متوجه وي.”

اېلن به تر هغه وخته پورې په توقیف کې پاتې شي چې د پنجشنبې په ورځ بیا محکمې ته وړاندې شي، تر څو پرېکړه وشي چې تر محاکمې پورې دې په زندان کې وساتل شي که نه. لومړنۍ محاکمه به د مې په ۱۱مه د واشنګټن ډي سي په فدرالي محکمې کې ترسره شي.

محکمې فدرالي مدافع وکیلان ټاکلي دي چې د عدلي بهیر پر مهال به د اېلن استازیتوب کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG