د کارګرانو نړیواله ورځ- په افغانستان کې د کارګرو وضعیت

نن د مې لومړۍ نېټه ده، چې په ټوله نړۍ کې د کارګرانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. دا ورځ د کارګرانو د حقونو، هڅو او قربانیو د درناوي لپاره ځانګړې شوې ده. په افغانستان کې هم دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې کارګران له جدي اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

د ۲۰۲۶م کال د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې، د کار بازار وضعیت لا هم اندېښمنوونکی دی. د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، اټکل کېږي چې د بې‌کارۍ کچه شاوخوا ۱۳ اعشاریه ۳۵ سلنه پاتې ده که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۴م کال په پرتله لږ کموالی ښيي، خو بیا هم د کارموندنې ژوره ستونزه په ډاګه کوي.

د زیات شمیر کډوالو په را ستنېدو اقتصادي وضعیت هم د پام وړ فشار لاندې راغلی.

نړیوال بنسټونه لکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې افغانستان له څو اړخیزو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. دوامداره شخړې، د نړیوالو مرستو کمښت، او د سوداګرۍ پر وړاندې کم باور د دې لامل شوي چې اقتصادي وده محدوده پاتې شي او افغانانو ته د کار فرصتونه کم شي.

ددې ترڅنګ د میرمنو پر کار باندې، چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، لګیدلي بندیزونه زیات شمیر هغه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي چې میرمنې یې د نفقې مسولیت په غاړه لري.

دغو نړیوالو ادارو ویلي چې د هېواد اقتصاد له جدي ننګونو سره مخ دی. د ناخالص کورني تولید کچه ټیټه شوې او نړیوال اقتصادي تعاملات محدود شوي دي. دا وضعیت نه یوازې د کار موندنې بهیر لا سخت کړی بلکې د خلکو د ژوند پر معیار یې هم منفي اغېز کړی دی.

کارپوهان وایي دیته اړتیا ده چې په هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته شي، پانګونه زیاته شي، او میرمنو ته په کاري ډګر کې ونډه ورکړل شي. ددې ترڅنګ د مهارتونو د لوړولو پروګرامونه پیاوړي شي، څو د میرمنو په شمول کارګران وکولای شي په فعاله توګه د اقتصاد برخه وګرځي.

د نړۍ کارګران دا ورځ د یووالي او عدالت سمبول ګرځي او د خپلو حقونو، لکه د کاري ساعتونو کمښت او د کار عادلانه معاش لپاره د یوه بل ملاتړ کوي.

دوي زیاتوي چې د کارګرانو نړیواله ورځ یوازې د لمانځنې ورځ نه ده، بلکې دا داسې یو فرصت دی چې د کارګرانو ستونزې واوریدل شي او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته شي.