یو شمېر افغان ښځو د ولسمشر ټرمپ میرمن میلانیا ته لیک استولی 

یو شمیر افغان ښځو د افغانستان ماشومانو او میرمنوته د نړیوالو د پام اړولو لپاره د امریکا د جمهور رئیس میرمنې میلانیا ټرمپ ته پرانیستی لیک لیږلی چې د هغوی د وضیعت یواځې په سرلیکونو کې نه، بلکې د هغو انسانانو په توګه چې په خاموشۍ سره رنځ او کړاوونه گالي درک شي.

د لیک لاسلیکوونکو لیکلی چې افغان ښځې او نجونې چې د لوږې سره مخ دي، د زده کړو حق يې له لاسه ورکړی، ازادي يې محدوده شوې، نا معلومې راتلونکي سره مخ ده، غږونه یې په ندرت سره اوریدل کیږي او د نړۍ پام هم ترې بلې خوا ته اووښتی.

هغوی لیکلي دي د دې لیک په لاسلیک کولو سره غواړو دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د افغان ښځو مبارزه هیره نه شي په دی لیک کې ، له واکدارو کسانو لکه لمړۍ میرمن ملانیا ټرمپ څخه، غوښتنه شوې چې د افغان ښځو د وضیعت لپاره اقدام وکړئ او حالت ته يې د نړۍ پام راواړوي.

افغان میرمنو، د ټرمپ میرمې ته په خطاب کې لیکلي: «میرمن میلانیا ټرمپ تاسو د جګړې له امله د اغیزمنو شویو ماشومانو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان ماشومان د دوی په منځ کې دي چې په دوامداره توګه د تاوتریخوالي، لوږې، انزوا او له لاسه ورکړل شوي فرصت څخه رنځ وړي. تاسو یو پیاوړی پلیټ فارم لرئ چې له سیاست څخه ډیر لرې دی. کله چې تاسو په یوه مسله تمرکز کوئ، خلک غوږ نیسي. حکومتونو ته خبر ورکوي. رسنۍ يې تعقیبوي. ستاسو دا نفوذ کولی شي مونږ ته ډاډ راکړي چې افغان میرمنې او ماشومان د نړیوال بحران له امله هیر نشي . موږ تاسو ته د افغان ښځو او ماشومانو په اړه دا لیک د سرلیکونو په توګه نه ، بلکې د هغو انسانانو په توګه چې په خاموشۍ سره رنځ ګالي او داسې کړاوونه زغمي چې نور په ندرت سره لومړیو پاڼو ته رسیږي لیکو.»

پوښتنه دا ده چې آیا دا ډول اقدام به په رښتیا هم د نړۍ پام په هغه کچه چې افغان میرمنې يې تمه لري دوئ ته راواړوي؟

د ښځو په چارو کې د ملگرو ملتونو یوې کارکوونکې روبینې همدرد امریکا غږ ته وویل: «دا چې د ننه په افغانستان کې د ښځو غږ نه اوريدل کیږي او نه يې هم ستونزي حل کیږي نو دوی مجبوره دي چې د نړۍ قدرتمندو کسانو لکه ملانیا ټرمپ ته خپل غږ ورسوي.»

دغو میرمنو د پرانستي لیک په یوه برخه کې لیکل شوي چې ستاسې کوچني اقدامات هم مهم دي او «د دوامداره بشري ملاتړ هڅول، د نجونو د زدو کړو په اړه په عامه توګه خبرې کول، د هغو سازمانونو سره لیدنه چې په مستقیم ډول د افغان میرمنو سره کار کوي ستاسې لیدلوری کولی شي په ساتنه بدل او پاملرنه مو کولی شي په مرسته بدل» شي.

له بل پلوه، ملگرو ملتو د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو میرمنو د نورو ستونزو تر څنگ په اقتصادي وضیعت اندیښنه ښودلې .

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن چهارشنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې افغانستان ته د ستنو شویو ښځو د اقتصادي مدغم کیدو په اړه یوه څېړنه کې، د هغوی د اقتصادي ګډون پر وړاندې خنډونه پېژندل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي له کډوالۍ راستنې شوې ښځې، د فقر، ناوړه ګټې اخیستنې اوستونزو سره د مقابلې لپاره د خطرناکو لارو چارو د غوره کولو له زیات خطر سره مخ دي.

د ښځو د حقونو یو شمیر مدافعینې وايي په مرستندویه موسسو کې د ښځو نه یا کم شتون هغه څه دي چې راستنې شوې میرمنې لا د ستونزو سره مخ کوي. د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرگې غړې گلالۍ ساپۍ امریکا غږ ته وویل: «راستنې شوې میرمنې د ډیرو صحي، رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ دي له بده مرغه دوئ خپلې ستونزي اوغوښتنې له نارینو سره نشي شریکولاې.»

د ښځو په چارو کې د ملگرو ملتونو د دارې په وینا، که څه هم ښځو لپاره بیړنۍ بشري اړتیاوې باید لا هم پوره شي، خو دا هم ډېر مهم دي چې په اوږد مهال حل لارو پانګونه وشي اوعملي گامونه واخیستل شي تر څو د افغان میرمنو په ځانگړې توگه د راستنو شویو میرمنو ستونزې حل شي