د میلانیا ټرمپ په هڅو د اوکراین او روسیې نهه نور ماشومان هم خپلو کورنیو سره یو ځای شول

د ولسمشر ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ

د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ میرمنې میلانیا ټرمپ په هڅو د اوکرایني او روسيې ماشومانو د تبادلې نهمه مرحله هم ترسره شوه.

د میلانیا ټرمپ په هڅو تر دې دمه ۴۳ دا ډول ماشومان له خپلو کورنیو سره بېرته یو ځای شوي دي.

دا ماشومان د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې له کبله له خپلو کورنیو څخه جلا کړل شوي دي. د مسکو او کیف ترمنځ له ۲۰۲۲ کال راهېسې جګړه روانه ده.

میلانیا ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ د سولې له لارې د نړۍ درملنه کولای شو او سوله زموږ له ماشومانو څخه پیل کېږي. هر ماشوم چې له خپل مور او پلار سره یو ځای کېږي ورسره بشریت د یوې غوره نړۍ په لوري یو بل ګام نور هم نژدې کېږي.»

میرمن ټرمپ ویلي دي چې دا ماشومان نه پوهېږي چې ولې جغرافيې او حکومت د جګړې د ډار کندې ته ټيل وهلي دي.

میلانیا ټرمپ د روسیې او اوکراین له مشرانو څخه مننه کړې ده چې د ماشومانو دغې تبادلې ته یې لاره اسانه کړه او ویلي دي: «زه خپلو بشري چارو ته ادامه ورکوم او کورنۍ به سره یو ځای کوم.»

دغه نهه ماشومان په داسې حال کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي، چې څه موده مخکې د میرمن ټرمپ په هڅو

د روسیې او اوکراین ترمنځ د اولیشکي او خرسون په سیمې کې اوربند وشو او په نتیجه کې یې د ۸۰۰ کسانو ژوند وژغورل شو او مهمې خوراکي او طبي مرستې انتقال شوې.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د سوریزرلنډ د دپلوماتیک ماموریت مشر له خپلې خاورې شړي، سویزرلنډ انتقاد کړی و، چې په شمالي کوریا کې د ماشومان په یو کمپ کې له اوکراین څخه انتقال شوي ماشومان ساتل کېږي او د هغوی د «روسي کولو» هڅه کېږي.