د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د سویزرلنډ د ډیپلوماتیک ماموریت مشر ته امر کړی چې په ۴۸ ساعتونو کې له هغه هېواد څخه ووځي او خپل دفتر وتړي.
دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې پیونګ یانګ ګواښ کړی و د سویزرلنډ د بندیزونو په ځواب کې به د هغوی نوی پرانیستل شوی ماموریت وتړي.
سویزرلنډ د ګوتو په شمېر لویدیځو هېوادونو څخه دی چې له پیونګ یانګ سره یې ډيپلوماتیکې خبرې روانې ساتلې. څو اونۍ مخکې د سویزرلنډ د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس شمالي کوریا ته تللی و او هلته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې وکړې.
خو شمالي کوریا له هغه وروسته په غوسه شوه چې سویزرلنډ د شمالي کوریا د وونسان په ښار کې د ماشومانو په یو کمپ باندې بندیزونه ولګول. وايي په دغه کمپ کې د هغو اوکرایني ماشومانو د فکر او ذهن د بدلولو هڅه کېږي چې د روسیې تر اشغال لاندې سیمو څخه هلته انتقال شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د شمالي کوریا د رسمي رسنیو په حوالي راپور ورکړی دی چې د کوریا د بهرنیو چارو وزارت، په هغه هېواد کې د سویزرلنډ د ډیپلوماتیک دفتر مشر یو نا مطلوب شخص بللی او هغه ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې له شمالي کوریا څخه ووځي.
په راپور کې ویل شوي دي چې د سویزرلنډ ډيپلوماتیک ماموریت ته یو یادښت هم سپارل شوی چې په کې یې د دفتر د تړلو غوښتنه شوې.
دوی وايي چې دا پرېکړه یې د سونګډون د ماشومانو په کمپ باندې د بندیز په اړه د سویزرلنډ د «غلیمانه اقدام» په غبرګون کې کړې ده. شمالي کوریا وايي په دغه کمپ کې چینايي او روسیې زده کوونکي دي.
دا ډیپلوماتیک دفتر د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د سویزرلنډ سفارت تر څار لاندې فعالیت کوي او له شمالي کوریا سره ډیپلوماتیکې او کونسلي اړیکې پالي.
تېره ورځ د شمالي کوریا د مشر کیم جون اون خور کیم یو جونګ د دغه دفتر د تړلو ګواښ وکړ او د سویزرلنډ له لوري یې په لګول شویو بندیزونو هم سختې نیوکې وکړې.
سویزرلنډ د نومبر په څلورمه په دغه کمپ بندیزونه ولګول او وايي چې دا کمپ د اوکراین اشغال شویو سیمو څخه شمالي کوریا ته د اوکرایني ماشومانو په لېږد کې ونډه اخیستې او د اوکرایني ماشومانو د فکري روزنې او «روسي کولو» په هڅو کې یې مرسته کړې ده.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین برید وکړ او له هماغه راهېسې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه او ویل کېږي چې ګڼ ماشومان په دغې جګړې له خپلو کورنیو څخه جلا کړل شوي دي.
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ هڅه کوي چې دا جلا شوي اوکرایني ماشومان بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي او تر دې دمه یې لسګونه اوکرایني ماشومان خپلو کورنیو ته انتقال کړي دي.
فورم \ دبحث خونه