افغان انځورګر د خپل هنر له لارې د سولې پیغام خپروي

افغان انځورګر نثار ایثار کوښښ کوي چې پخپلو هنري کارونو د خلکو تر منځ د سولې پیغام خپور کړي. ښاغلي ایثار په اندونیزیا کې د خپلو انځورونو نندارتون هم جوړ کړی چې سل ګونو خلکو پکې برخه اخیستې وه.

نثار ایثار چې اوس مهال په اندونیزیا کې د هنرونو په څانګې کې لوړې زده کړې کوې وایي چې د کوچنیوالي نه یې د انځورونو د جوړولو سره مینه درلوده.

هغه وایي په لومړي سر کې یې د هر څه انځورونه جوړول خو وروسته چې کله پوه شه یو انځور په خلکو کې څومره اغیزه لرلی شي، نو ملا یې وتړله چې پخپلو ګوتو د رسم شویو انځورونو پر مټ به په خلکو کې د سولې پیغام خپروي. ښاغلی ایثار سر د امریکا غږ د ځوانې هیلې په اوونیزې خپرونې کې میلمه و. تاسو د خپرونې یوه برخه دلته اوریدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د نثار ایثار د مرکې یوه برخه