د فوټبال نړیوال جام؛ لیونل میسي د پښې له درد سره سره لوبه کوي

لیونل میسي

ټاکل شوې چې ارجنټاینی ستوری لیونل میسي نن سه‌شنبې (د جون ۹مه) د ایسلنډ پر وړاندې په یوه تمریناتي سیالۍ کې ولوبیږي.

دا لوبه چې د متحدو ایالتونو د الباما ایالت په اوبرن ښار کې کیږي، د متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه توب د فوټبال نړیوال جام ته د چمتووالي برخه ده.

د جام لوبې د جون په ۱۱مه پیلیږي.

د ارجنټاین د لوبډلې روزونکي لیونل سکلوني په دغه تمریناتي لوبه کې د میسي ګډون تائید کړ. هغه وویل: «هو، هغه [میسي] به ولوبېږي؛ خو زه نه پوهېږم چې څو دقیقې به په میدان کې وي.»

سکلوني زیاته کړه چې د میسي په چپه پښه کې د درد له کبله مشخصه نده چې هغه به په نننۍ تمریناتي لوبه کې د څومره وخت لپاره په میدان کې پاتې شي.

دغه ۳۸ کلن فوټبالر د مې په ۲۴مه د انټر میامي لپاره په یوه لوبه کې ټپي شوی و. دا په متحدو ایالتونو کې د فوټبال د اتلولیو یا (میجر لیګ ساکر) کې ددې لوبډلې وروستۍ لوبه وه مخکې له دې چې د میجر لیګ ساکر سیالۍ د نړیوال جام له امله د دوو میاشتو لپاره وځنډول شي.

ارجنټاین د نړیوال جام دفاعي اتل دی او میسي په قطر کې د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې د غوره لوبغاړي په توګه د سروزرو توپ جایزه هم ګټلې وه.

میسي د ارجنټاین لپاره ۱۹۸ لوبې کړې دي او ۱۱۶ ګولونه یې وهلي دي چې دا په نړیوالو سیالیو کې د ګولونو دویم ترټولو زیات شمیر دی. کریستیانو رونالډو د پرتګال لپاره ۱۴۳ ګولونه وهلي دي.

میسي د ترټولو زیات شمېر د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون ریکارډ لري. هغه د نړیوالو جامونو په ۲۶ لوبه کې برخه اخیستې ده تر میسي وروسته د جرمني لوتر ماتیوس دی چې د نړیوال جام په ۲۵ لوبو کې لوبېدلی دی.

د نړیوال جام په جې ګروپ کې ارجنټاین د جون په ۱۶مه د الجیریا سره میدان ته ځي. ارجنټاین به د جون په ۲۲مه او ۲۷مه د ټکساس په ارلینګټن کې په ترتیب سره د اتریش او اردن پر وړاندې سیالي وکړي.