مایکروسافټ: د اوټلوک او ټیمز په تخنیکي ستونزو خبر یو او پرې کار کوو

د Downdetector.com د وېبپاڼې له مخې، مایکروسافټ اوټلوک او ټیمز د پنجشنبې په ورځ [نومبر ۱۲مه] په امریکا کې د زرګونو کارونکو لپاره په بشپړ ډول د لاسرسي وړ نه و او دغه اخلال د اوپن اې ای او انتروپیک زبر ځېرکتیا (مصنوعي ځیرکتیا) خدماتو لخوا کارول کېدونکي نښلونکي هم اغېزمن کړل.

ډاونډیټیکټر وېب پاڼه چې د ګڼو سرچینو څخه د وضعیت راپورونه راټولوي او د خدماتو د ځنډېدو څارنه کوي، د ماسپښین په ۲:۰۷ بجود اوټلوک په اړه د خلکو لخوا د ۹۷۰۰۰ څخه د زیاتو راپورونو د ثبتولو خبر ورکړ. د اغېزمنو کاروونکو اصلي شمېر ممکن توپیر ولري.

ډاونډیټیکټر د مایکروسافټ ۳۶۵ سره د ستونزو په اړه د کاروونکو له ۳۸۰۰۰ څخه ډیر راپورونه او ټیمز ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو په اړه شاوخوا ۴۵۰۰ راپورونه ثبت کړي دي.

مایکروسافټ په یوې اعلامیې کې ولیکل: "موږ د اغیز د کمولو لپاره په ټولو لارو چارو په چټکۍ سره کار کوو."
مایکروسافټ د ورځې په اوږدو کې ویلي وو چې په شمالي امریکا کې یې د ټیمز ستونزه حل کړې چې کاروونکي یې اغېزمن کړي وو او دا چې اغېز په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی. وروسته شرکت وویل چې دا ستونزه ممکن په نورو سیمو کې د کاروونکو لپاره د مایکروسافټ ۳۶۵ خدمات هم اغېزمن کړي.

اوپن اې آی وویل چې د مایکروسافټ نښلونکو سره د یوې ستونزې په اړه څیړنه کوي چې له امله یې نوی اتصال ښايی پرې شوی وي او وسایل د تمې سره سم کار نه کوي.

انتروپیک وویل د یوه سبمالونکي سره ستونزه موندل شوې چې له کبله یې د دوی د مایکروسافټ ۳۶۵ نښلونکی اغیزمن شوی دی.