مایکروسافت نن جمعه (نومبر ۱۳) ویلي هڅه کوي چې د ایمیلونو او نورو خدماتو په وړاندې رامنځ ته شوی مشکل هوار کړي.
د ټکنالوژۍ دغه ستر شرکت د پرون راهیسې له تخنیکي مشکل سره مخ شوې او د اوټلوک او ټیمز په شان خدمات یې اغیزمن شوي دي.
دې ستونزې په ټوله نړۍ کې کاروونکي، شرکتونه او ځینې دولتي چارې اغېزمنې کړې دي.
مایکروسافت د جمعې په ورځ وویل چې د ستونزې د پېژندلو او حل کولو لپاره کار کوي او داسې کومې نښې نشته چې وښيي دا خرابوالی د کومې ناوړه کړنې له امله رامنځته شوی وي.
متاثره شوې پلیټ فارم د مایکروسافټ له هغو خدمتونو سره تړلی دی چې د سلګونو میلیونه کاروونکو، د سوداګریزو او دولتي ادارو په ګډون، لخوا کارول کیږي، چې د دې خنډ له امله یې د خپلو عملیاتو د تطبیق لپاره بیړه کړې وه.
مایکروسافټ د جمعې په ورځ وویل، "موږ په اغېزمنو شویو سیمو کې د بیارغونې دوامداره پرمختګ وینو چې اوس په شمالي امریکا کې پراخ پرمختګونه او د اروپا په ډېرو برخو کې دوامداره پرمختګونه لیدل کیږي."
دغه شرکت زیاته کړې که څه هم په ډیرو پرخو کې پرمخ رامنځ ته شوی خو ممک په ځینو سیمو کې لا هم مشکلات پاتې وي خو د رفع کیدو لپاره یې هڅې روانې دي.
په سنګاپور، جاپان او اسټرالیا کې چارواکي او مسؤلین وايي چې دوی د دې مشکل اغېزې لیدلي دي، په داسې حال کې چې په هانګ کانګ او هند کې سوداګریزو شرکتونو ویلي ځینې عملیات اغېزمن شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ له ۱۳۰ زره څخه زیاتو کاروونکو د ستونزو راپور ورکړی و. که څه هم له هغه وخت راهیسې راپورونه کم شوي، خو په ټوله نړۍ کې ډیری کاروونکي لاهم د ستونزو راپور ورکوي.