د فلسطین "د آزادۍ او استقلال لپاره" د محمود عباسي کوښښونه

عباس امنیت شورا ته وویل چې فلسطینیان "د مذاکراتو ژر پېلېدو ته چمتو دي."

د فلسطیني ادارې مشر، محمود عباس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له نړیوالو څخه غوښتي چې په منځني ختیځ کې د سولې د بهیر د بیا پېلېدو په خاطر یوه غونډه راوبولي.

د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ له کلونو راپدې خوا د سولې خبرې په ټپه دریدلي دي.

عباس د سې شنبې په ورځ [جنورۍ ۲۱] امنیت شورا ته وویل چې فلسطینیان "د مذاکراتو ژر پېلېدو ته چمتو دي."

عباس غواړي چې د مذاکراتو په جریان کې د اسرائیلو له خوا په اشغالي سیمو کې د ښارګوټو جوړول بند شي او له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو بهیر وځنډول شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي په ډیرې بې پروایۍ د امریکا له فیصلې څخه دفاع وکړه ویې ویل: "د امریکا متحده ایالتونه پوهیږي چې د فلسطین رهبري لدې فیصلې سره چې سفارت بیت المقدس ته انتقال شي خوشحاله نه وه....تاسې باید دا فیصله ونه منئ خو پوه شئ چې فیصله نه بدلېدونکې ده."

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جرډ کوشنر د سپینې ماڼۍ په استازیتوب په منځني ختیځ کې د سولې لپاره کوښښ کوي.

واشنګټن ویلي چې په سیمې کې د سولې د راوستلو لپاره خپل پلان جوړ کړی خو د پلان جزئیات لامعلوم نه دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د فلسطین "د آزادۍ او استقلال لپاره" د محمود عباسي کوښښونه