ټرمپ: غیرقانوني کډوالي اروپا له جدي ستونزو سره مخ کړې؛ د بریتانیا د اصلاح ګوند نوی پلان د فرانسې له مخالفت سره مخ شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، غیرقانوني کډوالي او د انرژۍ پالیسۍ هغه دوه مهم عوامل دي چې اروپا یې له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، اروپایي هېوادونه باید د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

هغه وویل: «اروپا باید د غیرقانوني کډوالۍ مخه ونیسي. زما په اند، دوه لوی عوامل اروپا زیانمنوي؛ لومړی غیرقانوني کډوالي او دویمه د انرژۍ مسئله ده.»

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بریتانیا د ښي اړخي اصلاح بریتانیا ګوند د انګلیس کانال له لارې د کډوالو د کوچنیو کښتیو د مخنیوي لپاره د «دژ عملیات» (Operation Fortress) په نوم نوی پلان اعلان کړی دی. د ګوند مشر نایجل فاراژ وایي، که اصلاح ګوند واک ته ورسېږي، د بریتانیا شاهي سمندري ځواک به د انګلیس کانال له لارې د پناه غوښتونکو د کوچنیو کښتیو مخه ونیسي او بېرته به یې فرانسې ته ستنې کړي.

فاراژ د دغه پلان د اعلان پر مهال وویل، د هسپانیې تر واک لاندې د شمالي افریقا په سبته سیمه کې وروستیو پېښو وښودله چې اروپا د کډوالۍ له جدي بحران سره مخ ده او د بریتانیا خلک له اوسني وضعیت څخه ستړي شوي دي.

د اصلاح ګوند د کورنیو چارو ویاند ضیا یوسف وویل، د دوی حکومت به د «دژ عملیات» پیل کړي، چې د دوی په وینا به د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په انګلیس کانال کې تر ټولو لوی پوځي عملیات وي، او موخه به یې دا وي چې هېڅ غیرمجاز کښتۍ د بریتانیا ساحلونو ته ونه رسېږي.

خو د فرانسې حکومت دغه وړاندیز رد کړی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، د فرانسې له اجازې پرته د کډوالو بېرته فرانسې ته ستنول به د فرانسې د ملي حاکمیت، د نړیوال سمندري قانون او نړیوالو قوانینو سرغړونه وي.

دا بحث داسې مهال تود شوی چې د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنام هم ژمنه کړې د انګلیس کانال له لارې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره به خپل اقدامات لا پسې سخت کړي، وروسته له هغې چې د هغه د حکومت د کار په لومړیو دوو اوونیو کې له دوه زرو څخه ډېر کسان د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته داخل شول.