د بریتانیا د پارلمان د دفاعي چارو کمیټه وایي یو شمیر هغه افغانان چې د بریتانوي ځواکونو لپاره یې کار کړی دی، په غلط شکل د هغوی د لیږد غوښتنې رد شوې او دغه کسان د کلونو لپاره د خطر، ځنډ، او بې برخلیک حالت سره مخ شوي دي.
دا راپور چې نن پنجشنبه (جولای ۳۰) خپور شوی پکې ویل شوي چې د یاد هیواد د دفاع وزارت نیمګړې پریکړې او د معلوماتو پټول ددې لامل شوي دي چې ددغه هیواد د افغان متحدینو ژوند له خطر سره مخ شي.
راپور وایي په ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیا د دفاع وزارت څخه د هغو ۱۸۵۰۰ افغانانو د شخصي معلوماتو تر افشا کیدو وروسته چې په بریتانیا کې یې د خوندیتوب لپاره درخواست ورکړی و، د ګڼ افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
راپور خبرداری ورکوي چې معلومات د ډیر وخت لپاره پټ پاتې شول، شفافیت ډېر کمزوری و، او اغېزمن شوي افغانان له مناسب ملاتړ پرته پرېښودل شوي وو.
راپور وايي دا پيښه د مخنیوي وړ وه او په دفاع وزارت کې د مدیریت د ناسمو توکو د کارونې، کمزورو اداري تګلارو او د کارکوونکو د ناکافي پوهې له امله وه.
د بریتانیا د پارلمان په راپور کې ویل شوي چې د سلګونو ځانګړو افغان ځواکونو (ټریپلز) قضیې چې په غلطۍ سره رد شوي وې بیرته بدلې شوې اوس د څیړنې په حال کې دي، خو لا هم د بریتانیا ګڼ شمیر متحدین خپلو قضیو ته منتظر دي.
د بریتانیا د دفاعي چارو کمیتې په دې راپور کې د هغه هیواد د پخواني صدراعظم ژمنو ته اشاره کړې چې د کابل له سقوط وروسته یې ویلي وو چې لندن ژمن دی پر شرایطو د برابرو افغانانو سره د مرستې لپاره (ځمکه او اسمان) یو کړي.
دې کمیتې د افغانانو د لیږد د پروسې په څرنګوالي نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې پر شرایطو برابر کسان د عملي موانعو، مالي مشکلاتو او امنیتي شرایطو له امله ممکن ونه شي کړای افغانستان پریږدي.
د بریتانیا د پارلمان غړو د هغو افغانانو د ډیر ملاتړ غوښتنه کړې چې د بریټانوي ځواکونو سره د همکارۍ له امله له خطر سره مخ دي.
راپور د عمل د یو روښانه پلان، د هغو کسانو لپاره چې په خپله د وتلو توان نه لري د غوره ساتنې، او پارلمان ته د منظمو تازه معلوماتو د ورکولو غوښتنه کوي.
د بریتانیا دفاع وزارت دې راپور ته په غبرګون کې ویلي دي چې د پناه غوښتونکو معلومات باید هیڅ وخت نه وای افشا شوي او ویلي دي چې دې پیښې د پام وړ اغیر کړی دی.
فورم \ دبحث خونه