اروپا د مهاجرو راروانې څپې وارخطا کړې

اروپایي هیوادونه اړ شوي چې د مهاجرت د کړکیچ د مخنیوي دپاره خپل یو لړ مقررات او قوانین اصلاح کړي.

اروپایي ټولنې د چارشنبې په ورځ له ایټالیې څخه وغوښتل چې د مهاجرو هغه نوي سیلاب ته چټک تیاری ونیسي چې په راتلونکي اوړي کې له لیبیا څخه د مدیترانې نه په تیریدو دغه هیواد ته مخه کوي.

په هغه راپور کې چې اروپایي ټولنې د خپلې اونیزې غونډې وروسته په ترڅ کې تائید کړ، اروپایي کمیسیون او د اروپایي ټولنې اجرائیه هیت له ایټالیا او یونان دواړه څخه چې د مهاجرت د کړکیچ په وړاندې د غړو هیوادونو په لومړی لیکه پراته دي د هغو شرایطو د پوره کولو غوښتنه کړې چې اروپایي مشرانو پرې موافقه کړې ده.

دوی همداشان پر تکیه غږ کړی دی چې د خپلو وروستنیو ژمنو په اړه همکاري وکړي.

د اروپایي کمیسیون په یوه اعلامیه کې راغلي چې ایټالیا ته تیرکال ١٦٠٠٠٠ زره غیر عادي مهاجر ورغلي وو چې د راپور له مخې د مهاجرو د راجستر او پروسیس د شپږو مرکزونو څخه چې پناه اخیستنونکي او رد شوي مهاجر سره جلا کړي، یواځې دوه مرکزونه یې فعال وو.

د یونان د پنځه مرکزونو څخه چې تیر کال ورته د سمندر له لارې له ترکیې څخه ٨٠٠٠٠٠ زره مهاجر ورغلي یواځې یو مرکز یې په بشپړه توگه فعال و، په داسې حال کې چې ددغو مقرراتو پلي کیدل پنځه میاشتې دمخه د اروپایي ټولنې مشرانو منلي وو.

اروپایي کمیسیون همداشان د بالکان له هیوادونو څخه چې اروپا تلوونکي مهاجر ترې تیریږي، غوښتي دي چې هغو خلکو ته نور پناه ځایونه هم برابر کړي هغوی چې له جگړو او فقر له وجې له خپلو سیمو څخه تښتي.

د بالکان هیوادونو مشرانو تیر کال ژمنه کړې وه چې ٥٠٠٠٠ زرو مهاجرو ته به اروپا ته د مهاجرت په لوړی لیکه په همدې ژمي کې ځایونه جوړ کړي.

له بلې خوا ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې ورځ د ایټالیا له ولسمشر سره په یوه کتنه کې د سوریې د مهاجرینو پر عمومي بحران خبرې وکړي. هغه وویل، " غواړم چې متحده ایالات د خپلو ناټو او اروپايي ټولنې له شریکانو سره په گډه کار وکړي چې ددې بشري بحران مخنیوی وکړي او دا یقیني کړي چې مونږ د قاچاقبرو هغو ځالې تعقیب کړو چې د نورو له کړاونو نه ګټه پورته کوي."

تیر کال اروپا په داسې حال کې د مهاجرت له کړکیچ سره مخامخ شوه چې دغه وچې ته څه دپاسه یو میلیون مهاجر ورغلل. په دغو مهاجرو کې په زرگونو افغانان هم شامل دي چې اکثر یې غواړي په جرمني کې میشت شي.

په دې وروستیو کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر افغانستان ته د سفر په ترڅ کې وویل دغه هیواد ته یو شمیر افغانانو د اقتصادي انګیزو له مخې پناه وړې ده او دوی پریکړه کړې چې یو شمیر افغانان بیرته خپل وطن ته ستانه کړي.