پاکستان کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي

په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د پولیسو پر یوې پوستې په وسله وال برید کې لږترلږه ۱۱ پولیس وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

برید د چهارشنبې په شپه د هنګو د خزینه بانډې د پولیسو پر پوسته شوی دی. مسئولینو وویل چې وسله والو په دغه برید کې له ډرونونو او درنو وسلو څخه ګټه اخیستې ده

له برید وروسته شاوخوا یو ساعت نښته روانه وه. د پولیسو چارواکي، عرفان خان وویل چې امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۵ برید کوونکي وژلي دي.

د ایالتي پولیسو د یوې اعلامیې له مخې، په وژل شویو کسانو کې دیار خان هم شامل دی، چې د پیښې ځای ته د روانو مرستندویه ځواکونو مشري یې کوله او د وسله والو په کمین کې راګېر شول.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی. خو څو ورځې وړاندې هنګو ته څېرمه په ټانک کې، پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) د هغه ځانمرګي برید مسئولیت واخیست چې د ۱۲ پاکستاني سرتیرو په ګډون ۱۵ کسان پکې ووژل شول.

دې ډلې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د وسله والو بریدونو له زیاتوالي سره مخ دی، او د ډېرو پېښو مسؤلیت پر پاکستاني طالبانو ور اچول شوي دی.

اسلام اباد په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې ده. خو کابل دا تورونه رد کړي دي.