امریکایي پوځیان په افغانستان کې په لارۍ د ډزو پلټنه کوي

دغه ویدیو چې درې دقیقې او نهه ثانیې ده، د ډزو د ځای او نیټې په اړه څه ندي ویلي

په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیان د هغه ویدیو په هکله پلټنې پیل کوي چې په کې یو پوځي پر یوې لارۍ باندې د ډزو په حال کې لیدل کیږي.

داسې بریښي چې ددې پیښې ویدیو د هماغه موټر نه اخیستل شوې چې ترې پر لارۍ باندې ډزې شوې دي.

دا څرگنده نده چې په دغو ډزو کې چاته زیان رسیدلی دی او که نه.

د امریکا د مرکزي قواو قوماندانانو د پالیتیکو په نامه رسنۍ ته ویلي دي "دغه ویدیو چې په غیر فني توگه اخیستل شوې او په یوه عامه ویبپاڼه کې خپره شوې، مونږ ته د جدي اندیښنې وړ ده".

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قواو قوماندان جنرال جوزف ویتال ویلي دي چې "ویدیو مې وکتله او په داسې حال کې چې خپه شوم، اندیښنه هم لرم چې د امریکا خلک، د ایتلاف شریکان، د افغانستان حکومت او خلک به باور وکړي چې امریکایي ځواکونه د هغه وحشت په وړاندې چې جگړو بې گناه خلکو ته ایجاد کړی، نامناسب چلند لري او د هغوی په وړاندې بې تفاوته دي."

ښاغلي ویتال ټینگار کړی دی هغه څه چې په ویدیو کې خپاره شوي د امریکا د متحده ایالاتو د قواو د مسلکي چلند استازیتوب نه کوي.

د امریکا د مرکزي قواو قوماندان همداشان ویلي دي چې ددې ویدیو په هکله پلټنې پیل کیږي او د لاس ته شویو نتیجو وروسته به د هغه په وړاندې "مناسب اقدامات" وشي.

دغه ویدیو چې درې دقیقې او نهه ثانیې ده، د ډزو د ځای او نیټې په اړه څه ندي ویلي، خو د یوتیوب لیکنه ښیي چې په ٢٠١٧ کال کې ریکارد شویده.

هغه پوځیان چې په ویدیو کې څرگندیږي د متحده ایالاتو د قواو ځانگړي معمولي کالي یې اغوښتي دي.

په ویدیو کې همداشان لیدل کیږي چې پوځیان په ټوپکو ډزې کوي او د هاوان او بم اچوونکو وسایلو نه کار اخلي. په عین وخت کې د مخابرې له لارې د هوایي برید او توپونو مرسته غواړي.

ویدیو همداشان ښیي چې یو زرهي موټر د کوچنۍ لارې له څنگ نه تیریږي، ددغه زرهي مخکنۍ برخه سپینه او د کارگو برخه یې تور رنگه ده او یو شخص چې یونیفورم یې اغوستی د هغې پر بام ناست دی. دغه شخص خپل ټوپک د لارۍ چلونکي ته نیسي او له ډزو وروسته لیدل کیږي چې د موټر چلونکي خواته شیشه ماتیږي.

د لارۍ پر موټروان باندې له ډزو وروسته زرهي موټر خپلې لارې ته دوام ورکوي، خو ویدیو نه ښیي چې آیا د لارۍ چلونکي ته زیات رسیدلی او که نه؟