د تخار د چاه اب ولسوالۍ ځینې برخې بېرته افغان ځواکونو نیولي – دفاع وزارت

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې ځواکونو یې د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ د مرکز په ګډون د دغې ولسوالۍ پراخې سیمې بېرته نیولي دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) په یوې اعلاميې کې ویلي چې افغان ځواکونو د هوايي قواو په ملاتړ تېره ورځ د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "په دغو عملیاتو کې نن د امنیه قومانداني، بازار او نورې پراخې سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوي دي... او اوس هم د دغې ولسوالۍ په څنډو کې چاڼیز عملیات په شدت سره دوام لري".

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي، خو دغه وزارت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څو ورځې وړاندې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د تخار ولایت له چاه اب ولسوالۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی و.

د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکړی چې د چاه ولسوالۍ ټولې برخې به د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي او له همدې امله په دغې ولسوالۍ کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.