د هرمز په تنګي کې د ازاد تګ راتګ لپاره د پوځیانو غونډه

د څه باندې ۳۰ هېوادونو پوځي چارواکي د چهارشنبې په ورځ په لندن کې راټول شوي څو د دوو ورځو په کنفرانس کې د هرمز په تنګي کې د سمندري ازاد تګ راتګ لپاره پر پلان جوړولو خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې ستراتیژیکه لاره کې په تازه بریدونو کې دوه نورې بېړۍ نیولي دي.

تمه ده چې استازي به د بریتانیا او فرانسې په مشرۍ د څو ملیتي نوښت په چوکاټ کې د تنګي د بیا پرانېستلو لپاره تفصیلي پلانونه وڅېړي.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د تنګي د بیا پرانېستلو پلان به “هغه شېبه عملي شي چې شرایط اجازه ورکړي، او یو دوامدار اوربند ټینګ شي.”

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي ویلي: “د نن او سبا اساسي دنده دا ده چې ډیپلوماتیک توافق په ګډ عملي پلان بدل شي څو تنګي کې د تګ راتګ ازادي خوندي شي او د یو دوامدار اوربند ملاتړ وشي.”

دا خبرې د لندن په شمال کې د بریتانیا د بهرنيو پوځي عملیاتو د قوماندې په مرکز (نارت ووډ) کې ترسره کېږي.

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي زیاته کړه چې هغه باور لري په راتلونکو دوو ورځو کې به “حقیقي پرمختګ” وشي.

دا کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې ایران اعلان وکړ چې په همدې ورځ یې د هرمز په تنګي کې دوه بېړۍ د هغو څه په تور نیولي چې دوی یې “د سمندري قوانینو سرغړونې” بولي.

دغه غونډه د تېرې اوونۍ د پاریس له سرمشریزې وروسته کېږي، چې د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون یې په ګډه کوربه توب په غاړه درلود او ۵۱ هېوادونه هم پکې شامل و.

په دې سرمشریزه کې د یوې “خپلواکې او بشپړې دفاعي څو ملیتي ماموریت” د جوړېدو غوښتنه شوې وه، څو سوداګریزې بېړۍ خوندي کړي، د سمندري لېږد شرکتونو ته ډاډ ورکړي او د ماین پاکولو عملیات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره دوه اوونیز اوربند غځوي څو د هغه په وینا “ټوټه شوی” ایراني نظام د امریکا سره د احتمالي هوکړې لپاره یو متحد وړاندیز وړاندې کړي.

نوموړي وویل چې د ایران پر بندرونو او د تېلو پر تاسیساتو د امریکا پوځي محاصره به تر هغې دوام ولري، څو له تهران سره یوه هوکړه وشي.