ملګري ملتونه په افغانستان کې د کډوالو د بیرته ستنیدو او د ښځو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو په شمول له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنیدو له امله رامینځته شوي ستونزې، په ټولنه کې د دې راستنیدونکو د ادغام ننګونې، او همدارنګه د ګډوډ اقتصادي وضعیت او اقلیم اغیزې په ګوته کړي.

د دې راپور د موندنو له مخې، چې د راستنیدونکو کورنیو په ګډون د ۴۹ زرو کورنیو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، بې کاري، د سرپناه نشتوالی، روغتیایی پاملرنې، د څښاک پاکو اوبو او د زدګړو په شمول نورو اساسي خدماتو ته ناکافي لاسرسی یې د لویو ستونزو په توګه مشخص کړي دي.

په راپور کې راغلي چې دا ستونزې په لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره ډیرې جدي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه نهه یې اړې شوي چې د خوړو مصرف کم کړي یا د خپل د ژوند اثاثه وپلوري، یا د ژوندي پاتې کیدو لپاره پورونه واخلي، د راستنیدونکو کورنیو ۸۸ سلنه او په کوربه ټولنو کې ۸۱ سلنه کورنۍ پورونو ته مخه کوي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۸۰۰۰ افغان کډوال، چې ډیری یې له پاکستان او ایران څخه په زور ایستل شوي وو، یوازې د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته ورستانه شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د نومبر په ۱۱ او ۱۲مه څه باندې ۲۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ورستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور له مخې، په کونړ، ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې وروستیو ویجاړونکو زلزلو او همدارنګه په ټول افغانستان کې سیلابونو او وچکالۍ د افغانانو پر معیشت سخته اغیزې کړې ده او د زرګونو کورونو د ویجاړیدو له امله یې د راستنیدونکو، بې ځایه شویو او کوربه ټولنو زیان منونکی حالت لا پسې ژور کړی دی.

د آسیا او آرام سمندر په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازې، کاني ویګناراجا وویل "په ځینو ولایتونو کې، په هرو څلورو کورنیو کې په یوه کې یې ښځه د کور سرپرستي کوي، او کله چې ښځې د کار کولو څخه منع شي، کورنۍ، ټولنې او هیواد زیانمن کیږي، زه په ځانګړې توګه د بشري او ژغورنې عملیاتو کې د ښځو د کار د محدودیتونو په اړه اندیښمنه یم.

مرستندویو ټیمونو کې له کار څخه د میرمنو منع کول پدې معنی ده چې د راستنیدونکو او د طبیعي پیښو د قربانیانو په شمول هغو کسانو ته حیاتي خدمات قطع کیږي چې ورته ډیره اړتیا لري."


طالبانو، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د افغانستان کنټرول په لاس کې واخیست او ښځې او نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له کار او زده کړې څخه محرومې کړې، د ښځو د حقونو او آزادیو په اړه خپل سخت چلند د افغان کلتور او اسلامي شریعت پر بنسټ او د "افغانستان داخلي مسله" ګڼي.