په افغانستان کې څه باندې "اته میلیون" ماشومانو ته د شرې ناروغۍ ضد واکسین ورکړل شوی

په افغانستان کې روغتیايي او بشري ادارې وايي چې په تېرو څو میاشتو کې میلیونونو ماشومانو ته د شرې او ګوزڼ ضد ناروغیو واکسینونه کړي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) ویلي چې ګاوي ادارې سره په ګډه یې په ټول افغانستان کې یې ماشومانو ته د شري ضد واکسین تطبیق کړی.

ګاوي چې د واکسین یوه ټلواله ده، د ملګرو ملتونو سره په نړۍ کې د واکسین په برخې کې همکاري کوي.

یونیسیف ویلي چې شره وقایه کیدونکې ناروغۍ ده او وایي چې په دې واکسین سره به نه یوازې د شري ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي بلکې د ماشومانو سالمې روغتیا سره هم مرسته کوي.

ملګرو ملتونو څه باندې شپږ میاشتې وړاندې هم په ټول افغانستان کې د شري ضد واکسین لس ورځنی کمپاین تطبیق کړی و او ویلي یې وو چې د شپږو میاشتو څخه نیولې تر لسو کلنو پورې ماشومانو ته یې دا واکسین ورکړی و.

د شري ضد دا کمپاین د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې چې دا ناروغي په کې ډیره ده وشو او نږدې اته نیم ملیون ماشومان په کې واکسین شوي.

روغتیا پالان وایي چې د شري ناروغۍ په پراخه توګه سرایت کیدونکې ده او پدې ناروغۍ یو اخته کس کولی شي د ۱۲ څخه تر ۱۸ کسانو پورې چې د شري ضد واکسین یې نه وي کړی، پدې ناروغۍ اخته کړي.

سره له دې چې د نړۍ په اکثریت هیوادونو کې شره محوه شوې خو راپورونه وایي چې دې ناروغۍ په ۲۰۲۴ کال کې په ټولې نړۍ کې نږدې ۹۵ زره تنه مړه کړي چې ډیری یې په هغو هیوادونو کې دي چې روغتیایي خدمات په کې کمزوري دي.

د شري واکسین تر څنګ ، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد د واکسین درې ورځني کمپاین هم پیل شوی چې د ملګرو ملتونو په وینا دا ځل به نږدې ۱۳ میلیون له پنځو کالونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یا یونیسف د اکس په شبکې کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کیدو خبر ورکړی او ورسره یې د میندو پلرونو، ټولنې د مشرانو، د کورنیو د سرپرستانو او د ټولنې له ټولو غړیو غوښتي چې پدې کمپاین کې مرسته وکړي تر څو د هغوي په وینا هیڅ ماشوم د واکسین پرته پاتې نشي.

یونیسف لیکلي چې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو په ناروغۍ تر اخته کیدو وروسته، هیڅ درملنه نلري خو مخنیوی یې کیدلی شي.