کرونا ویروس: عامې روغتیا وزیر له خلکو غوښتي د نوروزجشن ته دې نه ځي

افغانستان کې تراوسه کرونا یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله له خلکو غوښتي، چې د نوي کال د نوروز د جشن په مراسمو کې دې ګډون نه کوي.

ډاکټر فیروالدین فیروز د پنجشنبې په ورځ ( کب ۱۵ مه) خبریالانو ته وویل، چې له خلکو یې دا غوښتنه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د وقایوي اقداماتو له امله کړې ده.

ښاغلي فیروز وویل " د هیوادوالو څخه زما هیله داده، چې ښه به وي، چې د نوروز په مراسمو کې ګډون ونکړي او دا کار د هغوی په خپله ګټه او کورنیو په ګټه او د ټول هیواد په ګټه دی. د دې لپاره، چې یو ځای دی، خلک په کې راغوڼدیږي د ویروس د خپریدو زمینه شته او ضرور نه دی، چې په کې ګډون وکړي".

په افغانستان کې هر کال د لمریز کال په لومړۍ ورځ د کابل په ګډون په شمیر ولایتونو کې د سترو غونډو په ترڅ کې د نوروز جشن لمانځل کیږي.

د نوروز د جشن تر ټولو ستره غونډه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د سخي په زیارت کې جوړیږي، چې هرکال په کې زرګونه خلک ګډون کوي. تراوسه لا د نوي کال پیل او د نوروز جشن ته پنځلس ورځې پاتې دي.

د دې اعلان دمخه د افغانستان عامې روغتیا وزارت د هرات په ولایت کې اضطراري حالت کړی او د خلکو په هرډول غونډو یې بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې تراوسه د کرونا ویروس یوه مثبته پیښه د هرات په ولایت کې ثبت شوې ده.

یو ۳۵ کلن سړي، چې په نږدې ورځو کې یې د ایران قم ښار ته سفر کړی وو، پر دغې ناروغۍ اخته شوی دی.

ډاکټر فیروزالدین فیروز وايي، د دغه ناروغ روغتیايي وضعیت مخ په ښه کیدو دی.

افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په مرکزي لابراتوار کې د کرونا د مشکوکو پیښو نمونې یا سمپل د معاینې سربیره دا سمپلونه د هالنډ ته هم استوي.

ډاکټر فیروز وايي، تراوسه د افغانستان د مرکزي لابراتوار او په هالنډ کې سمپولو طبي معاینې یو شان ختلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس د هرې مشکوکې پیښې پر لابراتواري معاینې شاوخوا یو زر او شپږ سوه امریکايي ډالر مصرف کیږي.

متحده عربي اماراتو تیره اونۍ افغان حکومت ته د کرونا د ویروس د پیښو د لابراتواري معاینې لپاره پنځوس زره بستې برابرې کړي دي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې په ایټالیا او جنوبي کوریا کې د کرونا د ویروس د پیښو د زیاتیدو وروسته یې پریکړه کړې، چې هغه مسافر، چې له دغو دوو هیوادونو د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته ورځې هم دغه هیواد ته د رسیدلو پر مهال طبي معاینه کړي.

دمخه د عامې روغتیا وزارت د ایران او چین څخه افغانستان ته د ستنیدونکو مسافرو طبي معاینه کوله.

د ملګروملتونو د بشري مرستې د همغږۍ دفتر " اوچا" د چهارشنبې د ورځې د راپور له مخې په افغانستان کې د ټولو ثبت شوو ۸۱ مشکوکو پیښو یوه یې مثبته او ۵۸ پیښې منفي ختلي دي.

ټاکل شوې د پاتې نورو پیښو نتیجې به د لابراتواري معاینو وروسته اعلان شي.