دفاع وزارت: ۷۰ فیصده افغان جنرالان تقاعد کیږي

د دفاع وزارت د افسرانو د ذاتي چارو په نوي قانون کې د افسرانو د تقاعد عمر درې کاله کم شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د افسرانو د ذاتي چارو په قانون کې د اصلاحاتو د راوستلو کار بشپړ شوی، چې له مخې به یې په دغه وزارت کې ۷۰ فیصده جنرالان تقاعد ته سوق او ۳۰فیصده برحاله جنرالان به په خپلو دندو کې پاتې شي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د افسرانو د ذاتي چارو نوی قانون به په دریو پړاونو او اتلسو میاشتو کې عملي شي.

جنرال وزیري وویل "د دغه قانون پر بنسټ، که (جنرالان) تقاعد کیږي، موږ کولی شو چې ۳۰ فیصده له ځان سره وساتو، خو په ټولو جنرالانو دا په اتلسو میاشتو کې تطبیق کیږي".

د دفاع وزارت د افسرانو د ذاتي چارو په نوي قانون کې د افسرانو د تقاعد عمر درې کاله کم شوی دی.

د ښاغلي وزیري پر وینا، په دغه قانون کې د ستر جنرال لپاره ۶۲، ډګر جنرال لپاره ۶۰، تورن جنرال لپاره ۵۸، برید جنرال لپاره ۵۶ او ډګروالانو لپاره ۵۴ کاله د تقاعد عمر ټاکل شوی دی.

د افسرانو د ذاتي چارو په پخواني قانون کې، چې په ۱۳۸۸ کال کې توشیح شو، د افسرانو د تقاعد لپاره ۶۵ کاله عمر ټاکل شوی وو.

د دفاع وزارت چارواکي اوس د دغه قانون د تطبیق‌ لپاره د طرزالعمل پر جوړولو باندې کار کوي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه، په لومړي پړاو کې د دفاع وزارت هغه افسران، چې په احتیاط کې دي او یا بستونه یې ټیټ دي، تقاعد ته سوق کیږي، چې دغه پروسه د روان کال په جدي کې پیل او د ۱۳۹۷ کال په اسد میاشت کې بشپړه کیږي.

د دفاع وزارت ویاند وویل، په دویم پړاو کې به، چې د ۱۳۹۷ کال له اسد څخه پیلیږي او د همدې کال تر جدي دوام کوي، هغه افسران تقاعد ته سوق کیږي، چې عمرونه یې زیات دي.

د هغه پر وینا، دریم پړاو چې د ۱۳۹۷ کال له جدي څخه پيل او د ۱۳۹۸ کال تر اسد پورې دوام کوي، په کې به دغه قانون پر ټولو هغو فسرانو تطبیق شي، چې عمرونه یې تقاعد ته برابر شوي وي.

جنرال وزیري ټینګار وکړ، چې د دفاع وزارت د افسرانو د تقاعد بهیر به په منظم ډول ترسره شي او دغه چاره به د افغانستان پر پوځ هیڅ ډول منفي اغیزه ونکړي.