د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو ښوونیزه، علمي او کلتورې اداره (یونیسکو) وايي چې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده کړو څخه بې برخې پاتې دي.
د ملګرو ملتونو دغو دوو سازمانونو په ګډه، «په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د زده کړو د وضعیت» په اړه راپور خپور کړی دی.
دا راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې، په افغانستان کې له ۲.۶ میلیون څخه زیاتې نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوې، او د ټولنې پر بنسټ تعلیمي پروګرامونه، د سواد زده کړې او انلاین زده کړې پروګرامونه د نجونو لپاره محدود بدیلونه بلل شوي دي. په راپور کې ټینګار شوی چې دغه پروګرامونه د رسمي زده کړو ځای نه شي نیولی.
په راپور کې راغلي چې د ښوونځي د عمر د ماشومانو شمېر، د ۲۰۱۹ کال په پرتله چې ۱۰.۴ میلیونه وو، په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی، چې له امله یې پر ښوونځیو، ښوونکو او تعلیمي خدمتونو فشار زیات شوی دی.
که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶.۶ میلیونه ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل وو، خو د راپور په اساس، د زده کوونکو دا شمېر د نفوس د ودې له چټکتیا سره برابر نه دی.
راپور د زده کړو د کیفیت په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي چې د څلورم ټولګي له نیمایي کم زده هکوونکي د ژبې بنسټیز معیارونه پوره کوي او یوازې یو پر څلورو زده کوونکو د ریاضیاتو حداقل معیارونه پوره کړي دي.
یونیسکو او یونیسف خبرداری ورکړی چې که د نجونو د زدهکړو حق بېرته تأمین نه شي او پر تعلیمي سکتور پانګونه زیاته نه شي، نو د افغانستان یو بشپړ نسل به له زده کړې بې برخې شي او د هېواد راتلونکی پرمختګ به له خطر سره مخامخ کړي.