مسکو فارمټ ته د طالبانو استازي بلل شوي؛ امریکا: هیوادونه دې له ترهګرو ډلو سره په چلند کې احتیاط وکړي

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډه نن دوشنبې (د اکټوبر۵مه) د روسیې په پلازمینې مسکو کې جوړه شوه.

په دې غونډې کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د سېمې د هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

د مسکو فارمټ اتمې مشورتي غونډې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ افغانستان څانګې ته په یوه ځانګړي پیغام کې پر هیوادونو غږ کړی چې د ترهګرو ډلو سره په خپل چلند کې له "احتیاطه" کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان په واشنګټن کې د "ځانګړې شوې نړیوالې ترهګرې ډلې" په توګه پېژندل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وايي "مونږ ټولو هېوادونو ته وایو چې د داسې اقداماتو په کولو کې چې کیدای شي د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ وکړي، له احتیاطه کار واخلي".

تر اوسه روسیه لومړنی او یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمت په غونډه کې په خپله وینا کې د طالبانو د حکومت اقدامات وستایل او د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو ته یې هېڅ اشاره ونه کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي"زه ټینګار کوم چې زموږ ګډې ګټې ایجابوي چې د لوژستیکي او تخصصي مرستو په وړاندې کولو او د استخباراتي ادارو او د قانون د پلي کوونکو ادارو ترمنځ د اړیکو په ساتلو سره، د کابل د ترهګرۍ ضد مبارزې د ظرفیت په پیاوړتیا کې مرسته وکړو".

لاوروف دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، وویل چې د داعش خراسان څانګه او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ لا هم په افغانستان کې، د طالبانو تر واک لاندې، فعالیت کوي.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې غونډه کې پر پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان او سېمې د امنیت ننګولو لپاره په نوې پروژې کار پیل کړې دي. متقي وايي، پاکستان دا اوس د پخواني رژیم د پرسونل ترڅنګ د داعش غړو په واسطه په افغانستان کې د ناامنۍ خپرولو لپاره عملي هڅې پیل کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د طالبانو حکومت تورن کړ چې د اسلام‌اباد پر ضد د ترهګریزو اقداماتو «فعال ملاتړ» کوي.

هغه وویل چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، داعش او القاعدې په څېر ترهګرې ډلې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د مسکو فارمت اتمې مشورتي غونډې کې د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو هم ګډون کړی وو.