یوناما د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون برید په کلکه وغنده

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر ویلي چې په برید کې د دوی نهه کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر وايي په افغانستان کې د قاطع ماموریت الوتکو د شنبې په ورځ په کندز کې د دوی په روغتون بمبار کړی دی.

د بې سرحده ډاکټرانو مرکزي، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په برید کې ۱۹ تنه وژل شوي چې ۱۲ یې د دغه روغتون کارکوونکي او ډاکټران دي.

بې سرحده ډاکټرن وايي دا ډول برید دوی ته د منلی نه دی او باید یې په اړه پلټنې وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په روغتون کې طالبان پټ شوي وو.

ویاند صدیق صدیقي په کابل کې وویل " په تاسف سره چې تیره شپه مو یوه بده پیښه لرله، د ایم ایس ایف روغتون وو، چې دوه بجې او لس دقیقې یو شمیر ترورستان د روغتون ودانۍ ته ورننوزي، یا له وړاندې هلته وو چې مونږ یې پلټو اویا هم د پټیدلو لپاره هلته ننوتي وو او یو بل احتمال دادی چې دوی خپل ملګري او یا هم قوماندانان چې ټپي شوي وو غوښتل چې وباسي دا ټول احتمالات او فرضیې دي، په هوایي برید کې چې کیږي ترورستان له منځه ځي خو له بدمرغه د بې سرحده ډاکټرانو درې کارکونکي هم په دغه برید کې شهیدان کیږي."

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما غه برید په سختو ټکو غندلی دی.

د یوناما مشر نیکولاس هیسم ویلي " زه په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون ویجاړونکی بمباري په کلکو ټکو غندم چې له کبله یې طبي کارکوونکي، ټپیان او ملکیان ووژل شول او ژوبل شول. "

ښاغلي هیسم ویلي روغتونونه چې د ناروغانو او زخمیانو درملنه کوي، باید په نښه نشي.

د بې سرحده ډاکټرانو په رسمي ټویټر باندې لیکل شوي چې د ناټو په دغه برید کېد دوی نهه کار کوونکي وژل شوي دي.

ویل کیږي چې د برید پر مهال په روغتون کې لسګونه کسان بستر وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون برید او د کار کوونکو پر وژلو خواشینی دی.

د ارګ یوه اعلامیه وايي چې د قاطع ماموریت قومندان ولسمشر غني ته ټیلیفون کړی او د کندز د پېښې له کبله یې بخښنه غوښتې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې باید د دغه برید په اړه پلټنه شوي. امنییستي انټرنېشنل دا یو غمړلې پېښه بللې ده.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم پر دغې پېښې خواشیني څرګنده کړې ده.

په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د امریکا سفارت پر دغې پېښې ډېر خواشینی دي او د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو له کورنۍ سره په دغه غم کې شریک دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم پر دغه پېښې خواشيني ښودلې ده.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر باندې لیکلي چې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون برید یوه غمیزه ده.

د بې سرحده ډاکټرانو روغتون په کندز کې د جګړې د ښکیلو غاړو او ولسي خلکو درملنه کوله.

ملګرو ملتونو، افغان حکومت، د امریکا سفارت او نورو فعالانو د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې د ولسي خلکو ژوند ه ډېر پام وکړي.