د مصر حکومت د چارشنبی په ورځ د پخواني جمهوررئیس حسني مبارک محاکمه پیلوي.
حسني مبارک تقریبا شپږ میاشتې مخکې، د اتلس ورځو مظاهرو او انقلاب نه وروسته چې د دیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه یې کوله، له قدرت نه وغورزول شو.
پر مبارک باندې د قصدي مرګونو تور لګېدلی دی.
رپوټ وايي چې پولیسانو ته یې دمظاهره چیانو خلاف د هغوی د ټکولو اجازه ورکړې وه او په نتیجه کې یې ۸۴۰ کسان ووژل شول.
که محکوم شي نو د مرګ سزا ورکول کیدلی شي. پر هغه باندې د اداري فساد، له قدرت نه د ناوړه استفادې او د عامه شتمنیو د خوردو برد تورونه هم لګېدلي دي.