د لاس رسي وړ اتصالات

حسنی مبارک د رشوت خورﺉ په تور بندي شو


حسنی مبارک د رشوت خورﺉ په تور بندي شو
حسنی مبارک د رشوت خورﺉ په تور بندي شو

مصري چارواکي وېې چې ددغه هېواد پخوانې جمهور ریس د رشوت خورئ او اختلاس په تور د تحقېقاتو په لړ کې د١٥ ورځو لپاره توقېف شوی دی.

دولتي مدعی العمومانو دا اعلان نن لږ وروسته د هغې وکړ چې ښاغلی مبارک پرون د رشوت خورئ په تور د پوښتنو پر وخت ناروغه شو او د زړه د تکلېف په وجه روغتون ته ېوړل شو. دمبارک نه د حکومت څارنوالانو دسرې بحېرې د په شرم شېخ په تفرېح گاه کې پوښتن ېوکړې. دهغه دوه زامن، گمال مبارک او علا مبارک هم د ١٥ ورځو لپاره د تحقېقاتو او پوښتنو لاندی دي.

په مبارک او د هغه دحکومت پر څو نورو لوړ پوړو مامورانو باندی تورونه لگېدلی دي چې په دولتي پېسو کی ېې غلا او اختلاس کړی او دولسی پاڅون په دوران کې ېې په مظاهره کوونکو باندی د ډزو احکام او اوامر صادرکړی وو.

ښاغلي مبارک د العربېه تلوېزون سره دېکشنبی په ورځ په ېوه مرکه کې لگول شوي ټول الزامونه رد کړل. د مصر ولس ېې درشوت خورئ او ېو لړ نورو جرمونو په وجه محاکمه کېدل غواړي.

XS
SM
MD
LG