پاکستاني مطبوعات د هغه ملک د ملي ډاټا د ثبتولو ادارې نادرا د چارواکې له قوله وایي چې ارشد خان اصلا د کندهار دی او په دروغو یې د پاکستان تذکره یا شناختي کارډ ترلاسه کړی.
ارشد خان چې د چای والا په نوم مشهور دی، په ټولنیزو رسنیو د یو عکس نه مشهور شو. د ارشد خان دغه عکس یوې جینۍ هغه وخت واخیست چې هغه ورله چای پخاوه.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخلیوال په ټویټر دغه رپورټ تائید کړ. هغه په خپل ټویټر کې ولیکل چې ارشد خان په ریښتیا هم افغان دی.
Yes @geonews_english, #Chaiwala (#ArshadKhan) indeed is an Afghan! https://t.co/BvWYMUl65v
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) July 11, 2017
په پاکستان او افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو دغه رپورټ ته مختلف غبرگونونه وښودل شول. په ټویټر ځینو کسانو لیکلې دي چې هغوي ته معلومه وه چای والا افغان و.
Remember the #Chaiwala Rashid Khan from Pakistan? Well, he is not from Pakistan! He is native of Afghanistan%27s southern Kandahar province. pic.twitter.com/rX9S5AFWBF
— Habib Khan Totakhil (@HabibKhanT) July 11, 2017
په ټویټر گڼ شمیر کسانو اندیښنه څرگنده کړیده چې کیدی شي د ارشد خان شهرت د هغه لپاره مشکلات پیدا کړي، لکه څنگه چې د شربت گلې په دوسیې کې شویده. شربت گله د پاکستان پولیسو د پاکستاني تذکرې د جوړولو په تور د دوو اونیو لپاره په زندان کې اچولې وه، هغه بیا دیته مجبوره شوه چې د پیښور نه کابل ته کډه وکړي.
جاوید عزیز خان په خپل ټویټر کی لیکلي چې کیدی شي د ارشد خان شهرت د هغه لپاره مشکل جوړ کړي
#ChaiWala is an Afghan, claims Nadra. The celebrity status may land Arshad Khan in an unexpected trouble https://t.co/8i7l09vCOf
— Javed Aziz Khan (@JavedAzizKhan) July 12, 2017
په امریکا کې میشته شاعره او د حقوقو فعاله رڼا مومند د امریکا غږ ته وویل "زما په اند باندې مونږ باید د چای والا (ارشد خان) پیژندګلوې ته سیاسي بڼه ور نکړو، دا ځکه چې هغه له ډيرې بدې ورځې نه چای خرڅاوه، که چیرته مرسته نه شو ورسره کولې، باید له نورو جنجالونو سره ېې هم مخامخ نه کړو.که چیرته هغه ویلي چې پاکستانی دی، خپل کار ته ېې پریږدئ."
د یادونې وړ ده چې ارشد خان په پرله پسې توگه دا ویلي دي چې هغه د پاکستان په مردان کې زیږیدلی دی.
رڼا مومند زیاتوې "افغانان په اوسنیو شرایطو کې له ډیرو سختو ستونزو سره مخامخ دي. که څه زه له اول نه پوهیدم چې هغه افغان دی، خو هیڅ وخت نه غواړم چې دا شین سترګی (چای والا) هم د شربت ګلې په سرنوشت اخته شي."
د دغه عکس د مشهوریدو نه وروسته ارشد خان اوس د پاکستان په ټیلویژون کی کار کوي او په خپل فیس بک کې هم فعالعه دی. هغه وایي چې دغه عکس ورله ژوند بدل کړیدی.
ارشدخان امریکاغږ ته وویل چې نه غواړې په دی مسله خبرې وکړي.