د افغانستان وتلې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه چې له شاوخوا دریو لسیزو راهیسې سندرې وايي او نژدې هر افغان یې له نوم، څېرې او غږ سره اشنا دی، وايي چې غواړي خپل هنري کارونه ورو ورو په خیریه کارونه بدل کړي.
د " نغمې بنسټ " د هغې خیریه ټولنې نوم دی چې، مېرمن نغمې له افغانانو سره د مرستې لپاره جوړه کړې ده. هغه وايي غواړي د دغه بنسټ له لارې له افغان مېرمنو، ماشومانو او نورو بې وزلو سره مالي او نورې مرستې وکړي چې په خپلو پښو ودریږي.
دا وايي د بې وزله افغانانو خراب حالت او ژوند ته په کتو یې دومره احساسات او جذبات پارېدلي چې آن کله ناکله ورسره دا فکر هم پېدا شي چې ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړي چې په یو وارې د خپلو هېوادولو ستونزې حل کړي.
ښاپېرۍ نغمې د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د بنسټ کارونه د خپلو اولادونو په مرسته کوي، چې مرکز به یې په افغانستان کې وي، بهرنۍ او اداري چارې به یې لور او زوی پر مخ بیايي.
ښاپېرۍ نغمه وايي لور او زوی به یې د بنسټ ادارې او بهرنۍ چارې پر مخ وړي.
وايي، د بنسټ چارې به یې داسې شفافې وې چې که هر څوک وغواړي ذره ذره حساب به ورکړي، هغې له ټولو افغانانو وغوښتل چې تر خپلې وسې د نغمې له بنسټ سره مرسته وکړي.
نغمې په خپلې مرکې په افغانستان کې له روانو سیاسي او امنیتي حالاتو هم سر وټکوه او ویې ویل چې، دغو حالاتو د عادي افغانانو ژوند سخت زیانمن کړی دی.
ښاپېرۍ نغمې د امریکا غږ له خبریال جعفر هاند سره په مرکې ډېرې نورې نوې خبرې هم کړي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
دا ځای کېکاږﺉ او له نغمې سره د جعفر هاند بشپړه مرکه واورﺉ