یو شتمن چې زیاتې شتمنۍ په نشه يي توکو روږدی کړی.

Your browser doesn’t support HTML5

داود د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی وايي کلونه وړاندې يې له خارجي ځواکونو سره دنده ترسره کوله او ډېری پيسې يې پيدا کولې.

داود د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی وايي کلونه وړاندې يې له خارجي ځواکونو سره دنده ترسره کوله او ډېری پيسې يې پيدا کولې.

د داود په خبره چې زياتو پيسو ترې لاره ورکه کړې وه او د پيسو په سالم مصرف نه پوهېده نو يې نشو کولو ته مخه کړه.

داود زياتوي، د خارجي ځواکونو له تګ وروسته يې تر اوسه هېڅ دنده نه ده ترلاسه کړې او يوازي نشه يي ته پاته شوی.

نوموړی وايي: "زه په دې وروستيو کې کابل ته د تداوي لپاره يوړل شوم او درۍ مياشتي مې په روغتون کې تېرې کړې او اوس مې نشه لږ کمه کړې.

سره له دې چې د پکتيکا له اتلس ولسواليو څخه يوازې په ارګون ولسوالۍ کې د معتادينو ځانګړی روغتون شتون لري خو بيا هم ورځ تر بلې په دې ولسوالۍ کې د روږدو شمېر زياتوالی مومي.