په ارګون کې یو شمیر معتادين په عصبي ناروغیو اخته دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ارګون ولسوالۍ د ملکي روغتون د ډاکترانو په وينا، په دې وروستيو کې د معتادينو له زياتېدو سره زيات شمېر معتادین يې په بېلابېلو عصبي ناروغيو اخته شوي دي.

د ارګون ولسوالۍ د ملکي روغتون د ډاکترانو په وينا، په دې وروستيو کې د معتادينو له زياتېدو سره زيات شمېر معتادین يې په بېلابېلو عصبي ناروغيو اخته شوي دي.

په دې ولسوالۍ کې يو تن ډاکټر بسم الله همدرد امريکا غږ ته وويل، د دوی د مياشتني راجستر له مخې په مياشت کې تر يو نيم سلو هغه ناروغان دوی ته مراجعه کوي چې په نشه يي توکو اخته دي.

نوموړی وايي: "په ارګون کې معتادين زيات شوي، او دا معتادين په زياتو ناروغيو مبتلا شوي چې ډيریو ته عصبي او ژور خفګان پيدا شوی "

پکتيکا ۱۸ رسمي او غير رسمي ولسوالۍ لري، د مالوماتو له مخې تر ټولو زيات معتادين د ارګون په ولسوالۍ کې دي.