د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د کوکنارو کښت

په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې سارې توګه زیات شوی ده

سږکال د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي

د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، تیر کال د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال دغه شمیره ۲۳ ولایتونو ته لوړه شوې ده.

د دې وزارت د سروې د څانګې رئيس سید نجیب‌ الله احمدي امریکا غږ ته وویل، سمنګان او تخار هغه ولایتونه دي، چې سږکال په کې کوکنار کرل شوي او داسې اندیښنې شته چې په روان کال کې به په افغانستان کې د کوکنارو د کر کچه په بې‌‌ سارې توګه لوړه وي.

ښاغلي احمدي په دې اړه کومه شمیره وړاندې نه کړه خو وې ویل، چې لا هم د کوکنارو د کر په اړه د هغوی سروې دوام لري او دا سروې به دوه میاشتې وروسته بشپړه شي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د سروې د څانګې رئيس وویل، په پام کې وه چې په روان کال کې په ۱۴۰۷۰ هکتاره ځمکو کې کوکنار له منځه یوسي خو په جنوبي ولایتونو کې د ناامنیو له امله تر اوسه په ۱۰۸۱ هکتاره ځمکو کې د کوکنارو پر اړولو بریالي شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

Narcotics in Afghanistan

تیر کال په افغانستان کې په ۲۰۱ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو او شاوخوا ۴۸۰۰ ټنه اپین ترې حاصل اخیستل شوی وو.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت اندیښنه ښيي، چې په افغانستان کې د ناامنیو له امله به سږکال، د مخدره موادو د کر او تولید په کچه کې زیاتوالی راشي.