د ارتمیس ۲ ماموریت سپوږمۍ ته د انسان د سفر نوی ریکارډ جوړوي

د امریکا د فضایي ادارې (ناسا) «ارتمیس ۲» ماموریت څلور ستورمزلي به نن دوشنبه (اپریل شپږمه) د سپوږمې داسې نقطې ته ورسیږي چې د انسانانو لپاره به له ځمکې تر ټولو اوږد واټن وي.

دا به د ۱۹۷۰ کال د اپولو ۱۳ Apollo 13 هغه پخوانی ریکارډ مات کړي چې ۴۰۰ زره او ۱۷۱ کیلومتره و.

خو ستورمزلي به د خوشحالۍ او نمانځنې لپاره ډېر وخت ونه لري، ځکه په دې لس ورځني ماموریت کې به هغه وخت هم راشي چې دوی د سپوږمۍ سطحې ته ډېر نږدې شي.

په همدې وخت کې به درې امریکایان او یو کاناډایي ستورمزلي د سپوږمۍ په هغې خوا ګرځي چې له ځمکې څخه نه ښکاري. دوی به سپوږمۍ عکسونه اخلي او په ساده ډول به تشریح کوي چې څه ویني.

ارتمیس ۲ له ۵۰ کلونو وروسته لومړی ماموریت دی چې انسانان بیا د سپوږمۍ پر لور وړي. دا د ناسا د پلان برخه ده چې غواړي تر ۲۰۲۸ کال پورې انسانان بېرته د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کړي.