د لمر په لور د ناسا تاریخي ماموریت

د پارکر سولر په نامه د ناسا تحقیقاتي فضایي بېړۍ د توغیدو په حال کې

د امریکا د فضایي ادارې ناسا تاریخي ماموریت چې لمر ته ځان نژدې کړي نن د یکشنبې په سهار د فلوریدا ایالت له کپ کاناورل نه پیل شو.

د پارکر سولر په نامه د ناسا دغه تحقیقاتي فضایي بېړۍ به د لمر چاپیریال ته ځان ورسوي او د فضایي څیړنو په تاریخ کې به لومړنۍ بېړۍ وي چې دومره لمر ته نژدې کیږي.

دا فضایي بېړۍ چې د یو کوچني موټر په اندازه ده ١۴٠٠ پونډه وزن لري او سرعت یې په یو ساعت کې ۴٣٠٠٠٠ میله دی. دا په تاریخ کې تر ټولو چټکه فضایي بېړۍ ده.

لمر د ځمکې نه شاوخوا ١٥٠ میلیون کیلومتره واټن لري او دغه فضایي بېړۍ به په راتلونکو کلونو کې د لمر تر ٦ میلیون کیلومترۍ پورې ځان ورسوي.

ساینس پوهان وایي د لمر د بیحده تودخې سره سره به دغه تحقیقاتي وسیله سړه پاته شي او ساینس پوهانو ته به دا زمینه ورکړي چې لمر د بل هر وخت په پرتله له نژدې وڅیړي.

د امریکا فضایي ادارې ناسا د څو لسیزو راهیسې غوښتل چې د لمر چاپیریال ته یوه تحقیقاتي وسیله واستوي، خو داسې تکنالوژي یې نه درلودله چې فضایي څیړنیزه بېړۍ د لمر له تودوخې وژغوري.

ددغه ماموریت یو ساینس پوه ادام زیبو وایي "د موادو [د تولید] په پوهه کې وروستۍ پرمختیاوې مونږ ته داسې مواد راکوي چې فضایي بېړۍ له تودوخې وژغوري او نه یواځې دا چې د لمر د بیحده حرارت په وړاندې مقاومت وکړي بلکه یخه پاته شي".

ډاکتر یوجن پارکر نجومي فزیک پوه پدې تصویر کې ښکاري چې سپین کمیس یې اغوستی دی

د پارکر سولر تحقیقاتي بېړۍ د ناسا لومړنۍ ماموریت دی چې د یو ژوندي انسان په نوم یاد شوی دی. ډاکتر یوجین پارکر فزیک پوه دی چې په ١٩٥٨ کال کې یې د "لمر د باد" وړاندوینه وکړه. دغه فضایي بېړۍ به د لمر په چاپیریال کې د لمر د باد د سرعت ننداره وکړي چې ډاکتر پارکر یې وړاندوینه کړې وه.