د لاس رسي وړ اتصالات

لرغونو انسانانو د خپل عصر پرمختللې تکنالوژي درلوده



د المغرب له جبل ارحود سیمې څخه د لرغونو انسانانو د کشف شویو اسکلیتونو د سر د جمجمې یوه جوړه شوې نمونه.
رویټرز
د المغرب له جبل ارحود سیمې څخه د لرغونو انسانانو د کشف شویو اسکلیتونو د سر د جمجمې یوه جوړه شوې نمونه. رویټرز

تیره اونۍ سایسنپوهانو د کینیا په جنوب کې د ۳۲۰۰۰۰ کلونو مخکې انسانانو په پاتې شونو له ترسره شويو کشفیاتو معلومه کړه چې پخوانیو انسانانو د شیانو د رنګولو او پرمختللو وسایلو د جوړولو په ګډون ډیر پیچلي کارونه کول.

څېړونکي وايي له زیړ نصواري رنګ څخه د روښانه سره رنګ د جوړولو لپاره کار اخیستل کېده چې ښايي د بدن د رنګولو لپاره به کارول کېده. همدارنګه د ابسیدین په نامه له یو ډول آتشفشاني ډبرې څخه یې د چاقو په شان تیره شیان جوړول.

ساینسپوهان وايي له دغو کشفیاتو معلومیږي چې لرغونو انسانانو په تکنالوژۍ او ټولنیز جوړښت کې دومره پرمختګ کړی و چې تمه یې نه کېده.

د سمتسونین د ملي موزیم د طبیعي تاریخ او د انسانانو د منشا او اصل پیژندنې د پروګرام مسئول رېک پاتس وايي " زما په نظر د نورو مخلوقاتو په هکله د پوهاوي په ګډون د لرغونو انسانانو رواني او ټولنیز تکامل، له بیلابیلو رنګونو څخه ګټه اخیستل او د تیرو څوکو درلودونکو شیانو په شان له تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل هغه څه دي چې د انسانانو لومړی نسل له پېداښت څخه ورباندې پوهېده".

څېړونکي دا هم وايي چې له دوی څخه د مخکنیو انسانانو په پرتله هغو انسانانو چې شاوخوا ۳۲۰۰۰۰ کاله مخکې یې ژوند کاوه د ابسیدین په نامه آتشفشاني ډبرو څخه د خپل اړتیا وړ ډیر تیره شیان جوړ کړي و.

دغه څېړنه د ساینس په ژورنال کې خپرې شوې.

XS
SM
MD
LG