د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د سپټمبر د ۱۱ د ترهګریزو بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې، امریکا او اسراییل د "یو مطلق شر" د بریدونو سره مخ هیوادونه بللي دي خو نوموړي ویلي چې دغه هیوادونه به د ترهګرۍ په وړاندې نه یوازې سر ټیټ نکړي بلکې په ګډه به ماته ورکړي.
نتنیاهو په یوه ویډیويي پیغام کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نیټه پر اسراییل د حماس له ترهګریز برید سره پرتله کړي.
هغه ویلي: "د سپټمبر په ۱۱مه، امریکا د مطلق شر هدف وګرځول شوه. د اکتوبر په اوومه، اسراییل یو ځل بیا د هماغه شر هدف وګرځول شو."
نوموړي د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قربانیانو ته په اشارې وویل: "۲۵ کاله وړاندې، زرګونه بې ګناه خلک د کار لپاره د نیویارک نړیوال سوداګریز مرکز ته ولاړل. هغوی هېڅکله کور ته راستانه نه شول".
د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړه: "د هغو کسانو لپاره چې داسې زیان یې تجربه کړی، دا درد هېڅکله هغوی نه پرېږدي."
نتنیاهو وویل، ځینې خلک شته چې د "ترهګرو د درک"، د " هغوی د نا رضایتیو" او "د هغوی د کړنو د زمینې د مساعدیدو لامل کيږي، خو نوموړي وویل: " د کورنیو د ژوندي سوځولو لپاره هېڅ زمینه نشته. هېڅ ناخوښي د بې ګناه خلکو قصدي وژنه نه توجیه کوي. کله چې ترهګري رامنځته کیږي، د هیڅ دلیل ځای نشته."
نتنیاهو د "مرګ پر امریکا، مرګ پر اسرائیل" شعار ته په اشارې وویل چې د امریکا او اسراییل دښمنان له یو دلیل په خاطر له دواړو هېوادونو سره دښمني کوي، ځکه چې "امریکا او اسراییل د ازادۍ، ډیموکراسۍ، تمدن او ژوند استازیتوب کوي".
هغه د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا له سیاست څخه هم ستاینه وکړه او ویې ویل: "د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، امریکا یو ځل بیا ثابته کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې ولاړه ده".
د اسراییل لومړي وزیر د خپل پیغام په پای کې وویل: "نن موږ یادونه کوو. موږ هغه کسان یادوو چې له موږ څخه اخیستل شوي دي. موږ د هغو کسانو درناوی کوو چې د اور لمبو ته یې ځانونه واچول ".
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریز بریدونه هغه وخت وشول، کله چې د القاعده شبکې ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. دوه الوتکې د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر برجونو او یوه بله الوتکه د پنټاګون پر ودانۍ وجنګول شوه. څلورمه الوتکه د مسافرو له مقاومت وروسته په پنسلوانیا کې ولویده.
په مجموع کې د سپټمبر د ۱۱ په بریدونو کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول. متحده ایالاتو له هغه وخت راهیسې هر کال د سپټمبر په ۱۱مه د دغو بریدونو د قربانیانو یاد لمانځي.