روټه: د ناټو غړو دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص تولید شاوخوا ۴ سلنې ته لوړ کړي

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) سرمنشي مارک روټه وايي چې د ناټو اروپايي غړو او کاناډا خپل دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص کورني تولید شاوخوا ۴ سلنې ته لوړ کړي دي.

روټه په انقره کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې د دوشنبې په ورځ (جولای ۶) خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «تېر کال اروپايي متحدینو او کاناډا د وړم کال په پرتله، په اصلي دفاعي لګښتونو نږدې ۲۰ فیصده زیاتې پیسې ولګولې. که د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د لګښتونو مجموعې ته وګورو، ۲۵۸ میلیارده ډالر اضافي پانګونه شوې ده، او دا بهیر لا هم دوام لري.»

د تېر کال په سرمشریزه کې د ناټو غړو هېوادونو موافقه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به خپل ټول دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید ۵ سلنې ته لوړ کړي، چې ۳.۵ سلنه به یې د اصلي دفاعي پانګونې لپاره او ۱.۵ سلنه به یې د امنیت اړوندو نورو برخو باندې لګول کیږي.

روټه وویل چې اروپايي متحدین او کاناډا اوس په داسې یو مسیر روان دي چې دفاعي لګښتونه یې د متحدو ایالتونو له کچې سره برابر شي او همدارنګه د ناټو د قوماندې او کنټرول په برخه کې هم د مشرتابه مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

د ناټو سرمنشي وویل: «دلته په انقره کې زه تمه لرم چې هېوادونه به د دفاعي لګښتونو د ۵ سلنې هدف ته د رسېدو لپاره روښانه، عملي او د باور وړ پلانونه وړاندې کړي. تر اوسه چې کوم شواهد وینو، ډېر هیله بخښونکي دي. د لس کلنې پروژې یوازې په لومړي کال کې وینو چې اروپايي متحدین او کاناډا لا دمخه د خپل ناخالص کورني تولید شاوخوا ۴ سلنه په دفاع او امنیت لګوي.»

له مارک روټه څخه د چین له خوا ددې اونۍ په پیل کې په ارام سمندر کې د اټومي ځواک لرونکې اوبتل څخه د ازمایښتي توغندي د توغول کیدو په اړه وپوښتل شول، هغه وویل چې دا اقدام ناټو ته یو څرګند پیغام لري.

روټه وویل: «موږ باید د چین په اړه ساده‌ ګان ونه اوسو. تاسو په دې پوهېږئ. له همدې امله موږ په ګډه کار کوو ځکه چې بېلابېل جغرافیایي ډګرونه ورځ تر بلې له یو بل سره نږدې کیږي. په ارام سمندر کې چې څه پېښیږي، د اتلانتیک د دواړو غاړو لپاره اهمیت لري.»

روټه وویل چې چین، ایران او شمالي کوریا د اوکراین پر ضد په جګړه کې د روسیې ملا تړي. هغه ټینګار وکړ چې د ناټو ټول متحدین باید د اوکراین سره د مرستې په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.