ناټو د سېشنبې په ورځ د روسیې او چین د اټومي وسلو پر تګلارو سختې نیوکې وکړې او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل چې له امریکا سره د ستراتیژیک ثبات او شفافیت د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.
د شمالي اتلانتیک شورا په یوه خپره شوې اعلامیه کې، د دې تړون ۳۲ غړو هېوادونو، د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون سره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د دې تړون د بیا کتنې دپاره غونډه تر سره شي.
په اعلامیه کې پر روسیې تور لګول شوی چې د وسلو د کنټرول مهمې ژمنې یې تر پښو لاندې کړې او داسې اټومي څرګندونې کوي چې «غیرمسوولانه ګواښ» بلل کیږي.
همداراز ناټو پر چین هم نیوکه کړې چې پرته له شفافیت څخه خپلې اټومي وسلې په چټکۍ سره لا زیاتې او متنوع کوي.
د ناټو مرستیال سرمنشي بوریس روګ د روسیې له لوري د «اورېشنیک» په نوم د منځني واټن بالستیک توغندیو کارول، چې اټومي وړتیا لري او دوه ځله په اوکراین کې کارول شوي، داسې یوه بېلګه وبلله چې خطرناک اټومي پیغام لېږدوي.
روګ رویټرز ته وویل چې دا ائتلاف له داسې روسیې سره مخ دی چې د وسلو د کنټرول ټول مهم تړونونه یې پرېښي او د ۱۹۴۵ کال راهیسې په اروپا کې تر ټولو لویه جګړه پر مخ وړي.
هغه وویل: «نن ورځ موږ له داسې روسیې سره مخ یو چې د ټولو مهمو وسلو د کنټرول له تړونونو څخه وتلې ده، د اټومي لېږد بېلابېل سیسټمونه یې جوړ کړي دي، او په اروپا کې د ۱۹۴۵ کال راهیسې په تر ټولو لویه جګړه کې ښکېله ده،»
هغه زیاته کړه: «موږ یو دفاعي ایتلاف یو. موږ خپلې اټومي وسلې نه ښیو او نه هم له غیرمسؤلانه اټومي څرګندونو څخه کار اخلو، لکه څنګه چې موږ دا ډول خبرې ډېر ځله د ښاغلي پوتین له خولې اوریدلې دي.»
مسکو ویلي چې د «نیو سټارټ» یا نوي پیل په نوم د تړون له پای ته رسېدو وروسته به هم یو مسوول اټومي ځواک پاتې شي. روسیې د ناټو د غړي هېواد فرانسې هغه پلانونه هم غندلي چې غواړي خپلې اټومي وسلې زیاتې کړي، او دا یې یو بېثباته کوونکی اقدام بللی.
روګ وویل چې د فرانسې دا اقدام «د هغو ګواښونو پر وړاندې یو څرګند ځواب دی چې موږ ورسره مخ یو.»
چین د لوېدیځو هېوادونو نیوکې رد کړې دي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې بېجینګ خپل اټومي ځواک د ملي امنیت لپاره تر اړینې کچې پورې ساتي.
د «امریکايي ساینسپوهانو فدراسیون» د اټکل له مخې، روسیه شاوخوا ۴۴۰۰ اټومي سرګلولې لري، امریکا نږدې ۳۷۰۰، او چین شاوخوا ۶۲۰ اټومي سرګلولې لري.
اټکل کېږي چې فرانسه ۲۹۰ او بریتانیا ۲۲۵ اټومي سرګلولې لري. هند، پاکستان او شمالي کوریا هم اټومي وسلې لري.
روګ وویل چې ناټو هیله لري راتلونکی کنفرانس به د هوکړې داسې یو سند رامنځته کړي چې د تړون ټول غړي پرې سلا شي، او پکې پر شفافیت، د خطر کمولو او ستراتیژیک ثبات ټینګار وشي.
خو د دې کنفرانس وروستي دوه پړاوونه په ۲۰۱۵ او ۲۰۲۲ کلونو کې ونه توانېدل چې د خبرو اترو پر پایلو یو ګډ بیان او پریکړلیک وړاندې کړي.
روګ وویل: «حتی که موږ د ګډ هوډ پر سند سلا هم نه شو، زموږ په نظر به دا د(NPT) په نوم د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون پر اهمیت او اعتبار پوښتنه راپورته نه کړي.»