د نیپال د کرکټ لوبډلې په جاپان کې د آسیایي لوبو په لړ کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د جمعې په ورځ (سپتمبر ۲۵) نیپال سره سیالۍ کې افغانستان ابدالیانو لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوزیدو ېې یوازې ۱۰۲ منډې وکړې او د نیپال لوبډلې په ۱۷ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوزیدو هدف ترلاسه کړو.
افغان ابدالیانو په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د کوربه جاپان څخه ګټلې وه.
د افغان ابدالیان کرکټ لوبډله نیپال څخه د ماتې نه پس هم خپل ګروپ کې په لومړي مقام ده . اوس به د جاپان او نیپال د لوبې نه پس معلومیږي چې کومې دوه لوبډلې د کوارټر فاینل پړاو ته رسیږي
د اسیايي لوبو د کرکټ د سیالیو په ب ګروپ کې د عمان ، ملیزیا او هانګ کانګ لوبډلې د یو بل سره سیالۍ لري ،چې د سر دوه لوبډلې به بل پړاو کې د هند ، سري لنکا ، بنګله دیش او پاکستان سره مخامخ کیږي . د دې سیالیو اتله لوبډله به د سرو زرو مډال ترلاسه کوي